د لاسرسي ځای

تازه خبر

حزب الله د خپل مشر حسن نصرالله وژنه تایید کړې ده


د حزب الله ډلې مشر حسن نصرالله پخوانی انځور.
د حزب الله ډلې مشر حسن نصرالله پخوانی انځور.

د لبنان حزب الله تایید کړې چې د دوی مشر حسن نصرالله د اسراییلو په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.

دا خبر رویټرز او اسوشیټیډ پریس خبري اژانسونو ورکړی دی.

تر دې مخکې اسراییلي پوځ ادعا کړې وه چې حزب الله مشر حسن نصر الله یې وژلی دی.

پوځ نن د سېپټېمبر په ۲۸مه ویلي چې حسن نصر الله یې یوه ورځ مخکې په بیروت کې د یو لړ بریدونو پر مهال وژلی دی.

د اسراییلي پوځ د عربۍ ژبې ویاند افیخای ادرعي په اېکس (پخوانۍ ټویټر) بیان کې ویلي، حسن نصر الله، علي کرکي، د حزب الله د جنوبي محاذ قوماندان او د دې ډلې نور قوماندانان وژل شوي دي.

د اسراییلي دفاعي ځواک په اېکس خپل بیان کې ویلي چې دا یو واضحه پیغام دی، چې که هر څوک په شمال، جنوب، یا نورو لرو پرتو محاذونو کې اسراییلي وګړو ته خطر جوړوي، دوی به ځان ورسوي. په بیان کې زیاته شوې چې حسن نصر الله به نور د دې جوګه نه وي چې نړۍ وډاروي.

اروپایي ټولنې د حزب الله پوځي څانګه په تور لیسټ کې شامله کړې، خو سیاسي څانګه یې ترهګره نه ګڼي.

بلخوا، رویټرز خبري اژانس د سرچینو په حواله ویلي چې د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي د سختو امنیتي تدابیرو په لړ کې خوندي ځای ته لېږدول شوی دی.

اسراییلو په بیروت کې د حزب الله مشر په برید کې په نخښه کړی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:01 0:00

حسن نصرالله په ۱۹۶۰ ز کال کې په لبنان کې زېږېدلی وو. هغه په ۱۹۹۲ز کال کې وروسته له هغې د د حزب الله مشر شو چې د ډلې مشر عباس الموسوي، په یو اسراییلي هوايي برید کې ووژل شو.

نصرالله د خپلې مشرۍ په وخت کې د حزب الله پوځي او سیاسي فعالیتونو ته ځانګړې وده ورکړه. حزب الله د لبنان په جنوبي سیمو کې د اسراییل ضد مقاومت په سر کې وو او په ځانګړې توګه په ۲۰۰۶ز کال کې د اسراییل او حزب الله ترمینځ جګړه کې مشهور شو. نصرالله په سیمه کې د ایران نږدې متحد بلل کېدو او حزب الله له ایران څخه پراخ ملاتړ ترلاسه کولو.

حزب الله په لبنان کې د یوې سیاسي ډلې په توګه د پارلېمان څوکۍ لري، خو دا ډله پوځي ځواک هم لري چې د لبنان په جنوبي سیمو او د سوریې په جګړه کې هم فعاله ده. د امریکا تر څنګ اسراییل، او ځینې نورو هېوادونو له خوا حزب الله یوه ترهګره ډله بلل کېږي.

حسن نصرالله په خپل ژوند کې څو ځله د وژنې هڅې له ګواښ سره مخ شوی او تل یې په پټو ځایونو کې ژوند کړی. هغه زیاتره وخت د تلویزیون له لارې خپل پلویانو ته ویناوې کولې.

XS
SM
MD
LG