د لاسرسي ځای

تازه خبر

نن د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کې د باران امکان دی


په پکتیا کې تر باران وروسته اوبه ډنډ شوې دي - پخوانی انځور.
په پکتیا کې تر باران وروسته اوبه ډنډ شوې دي - پخوانی انځور.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د هوا پېژندنې ریاست په ۲۶ ولایتونو کې له تندرونو او برېښنا سره د شړکنده باران اټکل کړی دی.

ریاست د سېپټېمبر پر ۲۸مه په بیان کې په ځینو ځایونو کې د ورښتونو له وجې د سېلاب خبرداری هم ورکړی دی.

ریاست ویلي دي چې د سېپټېمبر پر ۲۸مه په بدخشان، تخار، نورستان، پنجشېر، بغلان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پروان، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، بامیان، سرپل، بلخ، جوزجان، فاریاب، بادغیس، غور، دایکنډي، اوروزګان، هېلمند، فراه او هرات کې له ۱۵ څخه تر ۴۰ ملي میټره پورې د باران امکان دی.

دا په داسې حال کې ده چې د سېپټېمبر پر ۲۷مه د ننګرهار په کوز کونړ ولسوالۍ کې تر ورښت وروسته په سېلاب کې درې تنه ووژل او ۲۰ ژوبل شول.

په وروستيو کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د ورښتونو، سېلابونو او نورو طبیعي ناورینونو له کبله سلګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د اګست په پیل کې ویلي ول چې په افغانستان کې وروستیو بارانونو او سېلابونو تر ۸۳،۰۰۰ زیات کسان اغېزمن کړي دي.

XS
SM
MD
LG