د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسراييل په لبنان کې "محدود" ځمکني عمليات پيل کړي


د اکتوبر پر لومړۍ نېټه، اسراييلي ټینکونه د هېواد په شمال کې پر لبنان د بریدونو په حال کې
د اکتوبر پر لومړۍ نېټه، اسراييلي ټینکونه د هېواد په شمال کې پر لبنان د بریدونو په حال کې

د اسراییل علان کړی چې د اکتوبر پر لومړې نېټه یې د لبنان له پولې سره "محدود" ځمکني عملیات سهار وختي پېل کړي.

حزب الله پوځي او سیاسي ډله ده چې د امریکا لخوا ترهګره ګرځول شوې. اروپايي ټولنې د دې ډلې پوځي برخه په تور لیسټ کې اچولې ده.

د اسراییل پوځ ویلي چې د حزب الله په ځینو اهدافو یې بریدونه کړي. د پوځ په بیان کې راغلي د حزب الله دا اهداف سرحد ته نږدې کلیو کې وو او د اسراییل په شمال کې یې ځینو اسراییلي ټولنو ته مستقیم ګواښ پېښاوه.

اسراییلي ځواکونو داسې وخت په لبنان کې ځمکني عملیات پيل کړي چې د اسراییل د تر ټولو لوی متحد، امریکا ولسمشر جوبایډن په لبنان کې د اسراییل د ځمکنیو عملیاتو سره موافقه نه ده ښوولې. هغه ويلي غواړي چې همدا اوس اوربند وشي.

XS
SM
MD
LG