د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې حکومت ډيزل او پيټرول ارزانه کړل


په کراچۍ کې يو تن ګاډي کې تېل اچوي - انځور له ارشیفه
په کراچۍ کې يو تن ګاډي کې تېل اچوي - انځور له ارشیفه

د پاکستان حکومت د پټرولو او ډيزلو قيمتونه کم کړی دی.

د خزانې ډوېژن د سيپتمبر پر ۳۰مه، په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د اکتوبر له لومړۍ نېټې څخه به يو ليټر پيټرول دوه روپۍ او اوه پیسې او ډیزل درې روپۍ او څلوېښت پیسې ارازنه شي.

په دې توګه اوس يو لیټر پيټرول په ۲۴۷ اعشارې درې پیسې او ډيزل يو ليټر په ۲۴۶ روپۍ او ۲۹ پیسې شول. حکومت ويلي دا کمی یې په نړیوال بازار کې د ګیس او تېلو قیمتونو کمېدو ته په کتو سره کړی دی.

په پاکستان کې هر ۱۵ ورځې وروسته د تېلو نوي قيمتونه اعلانېږي.

XS
SM
MD
LG