د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان سپریم کورټ د ایین ۶۳مې مادې په اړه پخوانۍ پرېکړه لغوه کړې


په اسلام اباد کې د پاکستان سپریم کورټ ودانۍ ـ پخوانی انځور.
په اسلام اباد کې د پاکستان سپریم کورټ ودانۍ ـ پخوانی انځور.

د پاکستان د سپریم کورټ (سترې محکمې) پینځه کسیزه جرګګۍ د هغه هېواد د ايين (اساسي قانون) د یوې مادې د تشریح په اړه د هغه عدالت یوه پخوانۍ پرېکړه لغوه کړې ده.

د ایین د ۶۳مې مادې الف برخه له ګونده د اوښتو پر اساس د قامي یا صوبايي اسمبلۍ د غړو د نااهلۍ په اړه ده. د سپریم کورټ یوې پخوانۍ جرګګۍ په ۲۰۲۲ز کال کې پرېکړه کړې وه چې که د اسمبلیو غړي د خپلو ګوندونو د دریځ خلاف رایه وکاروي، نو ووټ به یې نه شمېرل کېږي

د سپریم کورټ د وکیلانو ټولنې د هغې فیصلې پر ضد درخواست دایر کړی وو چې د اکتوبر پر درېیمه د سترې محکمې د مشر قاضي په مشرۍ پینځه کسیزه جرګګۍ د اورېدنې لپاره ومانه.

جرګګۍ داراز په یوه خوله لنډه فیصله وکړه چې که د اسمبلیو غړي د وزیراعظم یا اعلاوزیر د انتخاب، پر هغوی د باور یا بې باورۍ، د اییني بدلون او د بودیجې مسودې په اړه د خپل ګوند د دریځ خلاف ووټ ورکوي، نو رایه به یې شمېرل کېږي.

د تحریک انصاف وکیل علي ظفر د جرګګۍ پر جوړښت نیوکې وکړې خو وروسته یې د چیف جسټس قاضي فایز عیسا پر غوښتنه د عدالت د معاون وکیل په توګه دلیلونه ورکړل.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د سېپټېمبر په وروستیو کې هڅه وکړه چې په اساسي قانون کې د بدلونونو مسوده له پارلېمانه منظوره کړي خو د مطلوبه اکثریت نه درلودلو له کبله يې وځنډاوه.

XS
SM
MD
LG