د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسراییلو د بيروت پر جنوبي څنډو تر "۱۰ زیات پرله پسې بریدونه" کړي


د اکتوبر پر درېيمه پر بيروت د اسراييليو ځواکونو تر بريدونه وروسته لوګی پورته کېږي.
د اکتوبر پر درېيمه پر بيروت د اسراييليو ځواکونو تر بريدونه وروسته لوګی پورته کېږي.

د لبنان د مرکز بیروت په شاوخوا کې د اسراییلیو هوايي بریدونو له وجې یوشمېر چاودنې اورېدل شوې دي.

هغه حملې د اکتوبر پر درېیمه ناوخته پر داسې مهال شوې دي چې امریکا ویلي دي چې روانه اوونۍ پر اسراییلو د تهران د توغندیو د برید په غبرګون کې د ایران د تېلو پر تاسیساتو د بریدونو په اړه بحثونه روان دي.

په بیروت کې تېره شپه (د اکتوبر دريېمه) تر بمبارۍ وروسته په فضا کې د اور لویې لمبې ولیدل شوې. اسراییلي پوځ تر دې څو ساعته مخکې د ښار د یوشمېر برخو اوسېدونکو ته د کورونو پرېښودو امر کړی وو.

د لبنان دولتي خبري اژانس هغه مهال وویل چې اسراییلو د پلازمېنې پر جنوبي څنډو تر "۱۰ زیات پرله پسې بریدونه" وکړل او زیاته یې کړه چې دا په هغه هېواد کې "د اسراییلو د جګړې له پیل راهیسې له تر ټولو قوي حملو یوه" وه. اسراییلي پوځ د بمبارۍ د اهدافو په اړه څه نه دي ویلي.

اسراییلیو ځواکونو روانه اوونۍ په لبنان کې د محدودو ځمکنیو عملیاتو پیلولو خبر ورکړ چې ورسره سم په منځني ختیځ کې د جګړې پراخېدو وېره زیاته شوې ده. دا اندېښنې تر هغې وروسته لا زیاتې شوې چې ایران د اکتوبر پر لومړۍ پر اسراییلود توغندیو لویه حمله وکړه.

ایراني پوځ خبرداری ورکړی دی چې که اسراییلو یې د توغندو حملې ته ځواب ووایه نو ورباندې به پراخ بریدونه وکړي.

XS
SM
MD
LG