د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیه وایي له طالبانو سره د خبرو ملاتړ کوي


د ماسکو فارمېټ غونډې پخوانی انځور.
د ماسکو فارمېټ غونډې پخوانی انځور.

روسیې له غربي هېوادونو غوښتي چې په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت لګېدلي بندیزونه دې لېرې کړي او د دغه هېواد د راتلونکي په اړه په خبرو کې دې د طالبانو حکومت چارواکي شامل کړي.

دا غوښتنه د امریکا د دریځ برعکس ده چې غواړي د طالبانو پر حکومت بندیزونه په ځای وساتي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د اکتوبر په څلورمه د "مسکو فارمېټ" مشورتي غونډې ته وویل، سره له دې چې مسکو طالبانو په رسمیت نه دي پېژندلي، ضروري ده چې د طالبانو له حکومت سره خبرې وشي.

سره له دې چې طالبان په نړیواله کچه د هېڅ یو هېواد لخوا په رسمیت نه دي پېژندلي، د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په دې غونډه کې ګډون کړی.

متقي له طالبانو سره د روسیې پر روانو اړیکو رڼا واچوله. په قطر کې د افغانستان لپاره د امریکا سفیرې کېرېن ډېکر یوه ورځ وړاندې ویلي ول چې واشنګټن د بندیزونو د نرمولو او د طالبانو په رسمیت پېژندلو سره مخالفت لري. هغې ټینګار وکړ چې تر هر څه مخکې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په برخه کې پرمختګ ضروري دی.

د روس په مرکزي ښار مسکو کې د افغانستان په اړه د "مسکو فارمېټ" غونډه د جمعې په ورځ وشوه.

XS
SM
MD
LG