د لاسرسي ځای

تازه خبر

په قازقستان کې د اټومي بټۍ جوړولو په اړه ټولپوښتنه شوې ده


په قازقستان کې د اکتوبر پر شپږمه په ټولپوښتنه کې برخه اخیستونکي د رایی ورکولو په مرکز کې ولاړ دي.
په قازقستان کې د اکتوبر پر شپږمه په ټولپوښتنه کې برخه اخیستونکي د رایی ورکولو په مرکز کې ولاړ دي.

په قازقستان کې د اکتوبر پر شپږمه د دې لپاره ټولپوښتنه وشوه چې ایا هغه هېواد خپله لومړنۍ اټومي بټۍ جوړه کړې او که نه.

دا په داسې حال کې ده چې قازقستان ورو، ورو پر سکرو خپله تکیه کموي ځکه چې سکاره د انرژۍ پیداوار په برخه کې د چاپېریال د ککړتیا تر ټولو لوی سبب دی.

په قازقستان کې ټولپوښتنه د ځايي وخت له مخې د سهار پر اووه بجو پیل شوې او ټاکل شوې چې د شپې تر اتو بجو پورې به دوام ولري.

قازق حکومت اټکل کوي چې د اټومي بټۍ پر جوړولو به ۱۲ اربه (مېلیارده) امریکايي ډالره لګښت راشي.

په هغه هېواد کې زیاتره برېښنا له سکرو پیدا کېږي.

قازقستان له روسیې څخه هم برېښنا واردوي ځکه چې خپله زړه بېخبنا (انفراسټرکچر) یې د هېواد د اړتیاوو پوره کولو لپاره له مشکلاتو سره مخامخ دی.

XS
SM
MD
LG