د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا نیشنل عوامي ګوند وايي پولیسو یې د زده کوونکو د سازمان ۲۵ غړي او پلویان نیولي دي


د پښتونخوا نیشنل عوامي ګوند مشران د اکتوبر په شپږمه په مینګوره کې خبري غونډې ته وینا کوي.
د پښتونخوا نیشنل عوامي ګوند مشران د اکتوبر په شپږمه په مینګوره کې خبري غونډې ته وینا کوي.

پښتونخوا نیشنل عوامي ګوند ادعا کړې چې حکومت یې په تېرو څو ورځو کې د زده کوونکو سازمان د مشر په ګډون شاوخوا ۲۵ غړي او پلویان نیولي دي.

ګوند وايي چې په نیول شویو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) پلویان هم شامل دي.

د ګوند یو مشر مختار خان یوسفزي د اکتوبر پر شپږمه په مینګوره پرېس کلب کې خبریالانو ته وویل چې د پاکستان اساسي قانون هر چا ته د احتجاج او سیاسي هلو ځلو اجازه ورکوي.

نوموړي زیاته کړه چې حکومت د اکتوبر پر ۱۱مه په خیبر کې پي ټي اېم د لویې جرګې ناکامولو هڅې کوي چې پایلې به یې د هېواد لپاره ښې نه وي.

په سوات کې د ګوند د زده کوونکو یو مشر علي نامدار مشال راډیو ته وویل چې حکومت د خلکو خاموشه کولو هڅه کوي خو زیاته یې کړه چې دوی به د خپلو حقونو لپاره هلو ځلو ته دوام ورکوي.

د سوات پولیسو لا د پښتونخوا نیشنل ګوند د غړو نیولو په اړه څه نه دي ویلي، خو د خیبر پښتونخوا حکومت بیا ویلي چې د عامه نظم ګډوډولو په تور د پښتون ژغورنې غورځنګ ځینې غړي نیول شوي دي.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG