د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسراییلو د بیروت په شاوخوا سیمو کې هوایي بریدونه زیات کړي دي


د اکتوبر پر شپږمه اسراییلو د بیروت سره نېږدې ځایونه بمباري کړل.
د اکتوبر پر شپږمه اسراییلو د بیروت سره نېږدې ځایونه بمباري کړل.

اسراييلو د لبنان د پلازمېنې بيروت په شاوخوا سيمو کې د حزب الله ډلې د وړتیاوو او مشرانو د له منځه وړلو لپاره په پراخو هوايي بريدونو کې شدت راوستی دی.

اسرييلو ويلي چې په هدفي هوايي بريدونو کې يې د ایران ملاتړي حزب الله ډلې زېربناوي او د وسلو زیرمتونونه په نښه کړي دي. امريکا حزب الله ترهګره ډله ګرځولې ده.

د لبنان سرکاري خبري اژانس ويلي چې د حزب الله پر مهم مرکز تر ۳۰ زیات بریدونه شوي دي. يو پېټرول سټېشن او د درملو لېږدلو ګودام هم په هوايي بريد کې په نښه شوي دي. ځینې څارونکي وايي چې دا د اسراييل لخوا کېدونکې تر ټولو شديدې حملې دي.

XS
SM
MD
LG