د لاسرسي ځای

تازه خبر

چارواکو عمران خان د يو پولیس سرتېري په وژنه تورن کړی دی


یو پولیس د اکتوبر پر پینځمه په لاهور کې د تحریک انصاف د پلویانو د مظاهرې منتشرولو لپاره د اوښلن ګیس کارتوس ولي.
یو پولیس د اکتوبر پر پینځمه په لاهور کې د تحریک انصاف د پلویانو د مظاهرې منتشرولو لپاره د اوښلن ګیس کارتوس ولي.

د پاکستان پولیسو د اکتوبر پر اتمه د تحریک انصاف زنداني بنسټګر او پخوانی وزیراعظم عمران خان د یو پولیس سرتېري په وژنه تورن کړی دی.

اسوشيېټېډ پرېس اژانس خبر ورکوي چې د پولیسو هغه سرتېری د تېرې اونۍ په پای کې په اسلام اباد کې د تحریک انصاف د پلویانو د مظاهرې پر مهال د اخ و ډب په پېښو کې وژل شوی وو.

عمران خان له ۲۰۲۳ز کال راهیسې په زندان کې دی او پولیسو ورباندې تور پور کړی دی چې خلک تشدد ته پاروي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلام اباد پولیسو د اکتوبر پر شپږمه وویل چې په هغه ښار کې د پي ټي ای د پلویانو او پولیسو ترمینځ په اخ و ډب کې یو سرتېري وژل شوی دی. پولیسو دعوه کړې چې د پي ټي ای پلویانو پر هغه سرتېري تشدد وکړ، هغه یې ژوبل کړ چې وروسته یې سا ورکړه.

عمران خان تر اوسه په ۱۵۰ قضیو کې تورن شوی او په څو نورو قضیو کې په حبس هم محکوم شوی دی.

خو نوموړی او ګوند یې ټول تورونه ردوي او قضیې سیاسي بولي.

XS
SM
MD
LG