د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزيرستان کې ۲ مشکوک وسلوال وژل شوي


شمالي وزيرستان کې د پاکستان پوځيان ګزمه کوي ـ انځور له ارشيفه
شمالي وزيرستان کې د پاکستان پوځيان ګزمه کوي ـ انځور له ارشيفه

د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د دوو مشکوکو وسلوالو د وژلو دعوه کړې ده.

د پاکستان پوځ د عامه اړيکو دفتر (ای اېس پي ار) رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي چې د اکتوبر پر نهمه يې په میرلي کې د هدفي عملیاتو پر مهال دوه وسلوال وژلي دي.

بيان زياتوي، هغو کسانو پر امنیتي سرتېرو په بريدونو کې لاس درلود.

پوځ دا نه دي ویلي چې وژل شويو مشکوکو وسلوالو په چا پورې تړاو درلود او نه هم تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د هغې پېښې په اړه څه ويلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستيو کې د شمالی وزیرستان په ګډون د خیبر پښتونخوا په يو شمېر سيمو کې وسلوال بریدونه، هدفي وژنې او چاودنې زیاتې شوې دي.

په هغو سيمو کې د ناامنۍ پر ضد خلکو پراخ احتجاجونه، جرګې او لاریونونه کړي دي. خو د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی.

د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ کال کې په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نامه پوځي عملیات کړي ول او شاوخوا دوه کاله وروسته یې دعوه وکړه چې سیمه یې له وسلوالو پاکه کړې ده. په ۲۰۱۶ز کال کې چې لکونه بې کوره خلک سیمې ته ستانه شول نو تر څه وخت پورې امن وو خو د ۲۰۱۸ز په وروستیو کې پکې هدفي او نورې حملې پیل شوې چې له ۲۰۲۲ز کال راهیسې لا زیاتې شوې دي.

XS
SM
MD
LG