د لاسرسي ځای

تازه خبر

د حزب الله په ډرون بريد کې څلور اسراييلي سرتېري وژل شوي


د اسراييلو د بنیامينا سيمه چې ورباندې دحزب الله ډرون بريد کړی دی.
د اسراييلو د بنیامينا سيمه چې ورباندې دحزب الله ډرون بريد کړی دی.

د اسراییلو شمالي ښار بنیامینا ته نېږدې په یو پوځي مرکز د حزب الله وسلوالې ډلې په ډرون بریدونو کې څلور اسراییلي سرتېري وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي چې پکې د اووصحې حالت مرګونی دی.

حزب الله یوه وسلواله ډله او سیاسي ګوند دی چې د لبنان د جنوبي برخې ډېره برخه کنټرولوي.

د اسرایيلو پوځ د اکټوبر پر ۱۴مه وویل چې برید د تل ابیب شمال ته په ۶۰ کیلوميټرۍ کې د پوځ پر یوه مرکز شوی دی خو نور جزیات يې ورنه کړل.

امریکايي ټېلېوېژن سي اېن اېن مخکې راپور ورکړی وو چې حتزاالله مرستندویه اداره وايي چې دوی "له ۶۰ څخه زیاتو ټپیانو ته په مختلفو شرایطو کې مرستې چمتو کړي چې ځینې یې نازک، جدي، معتدل او د انديښنې وړ حالت لري."

بلخوا د ملي اضطراري خدمت میګین ډیویډ اډوم وویل چې د اسراییلو په حیفه ښار کې په برید کې لږترلږه ۶۷ کسان ټپیان شوي دي.

حزب الله چېد امریکا يې ترهګره ډله ګڼي، که څه هم اروپايي اتحادیې یوازې د هغې وسله واله څانګه په تور لیست کې اچولې ده - د برید مسولیت منلی دی او ویلي یې دي چې په بنیامینه کې یې د پوځي روزنې په یوه کمپ کې "د بې پیلوټه الوتکو برید" پیل کړی دی.

دا د تېرکال داکتوبر راهیسی په اسراییلی پوځونوتر ټولو خونړی حمله وه. د اسراییلو پوځ د سېپټېمبر پر ۲۸مه ویلي ول چې حسن نصر الله یې یوه ورځ مخکې په بیروت کې د یو لړ بریدونو پر مهال وژلی دی.

XS
SM
MD
LG