د لاسرسي ځای

تازه خبر

ازبکستان وايي طالبانو پر پوله په مارکېټ‌ کې د موسیقۍ بندولو غوښتنه نه ده کړې


يو طالب د افغانستان او ازبکستان ترمینځ‌ پر غځېدلي پل ولاړ دی - انځور له ارشیفه
يو طالب د افغانستان او ازبکستان ترمینځ‌ پر غځېدلي پل ولاړ دی - انځور له ارشیفه

د ازبکستان بهرنیو چارو وزارت د افغان رسنیو هغه راپورونه رد کړي چې وايي، د طالبانو حکومت له ازبکستانه غوښتي دي چې د دواړو هېوادونو پر ګډه پوله دې په جوړ تجارتي مرکز کې کنسرټونه يا د موسیقۍ نور محفلونه وځنډوي.

د افغانستان اېټلس پرېس اژانس د اکتوبر پر ۱۴مه راپور ورکړی وو چې طالبانو د ازبکستان حکومت ته خواست کړی چې د ترمذ په نړیوال تجارتي مرکز کې دي د موسیقۍ پروګرامونه ودوري.

اژانس زیاتوي چې طالبانو دړکه ورکړې چې که خواست يې و نه منل شو نو ښايې افغان وګړي مرکز ته له ورتګه منع کړي.

د اکتوبر پر ۱۵مه د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت پر ووبپاڼه په بیان کې وضاحت شوی چې داسې هېڅ یو خواست يې نه دی ترلاسه کړی.

د ترمذ نړيوال تجارتي مرکز د روان ۲۰۲۴ز کال د اګست په پای کې پرانیستل شو چې پکې ازاده سوداګري کېږي او د افغانانو په ګډون نور کسان کولای شي چې بې له کومې ويزې اخیستو تر ۱۵ ورځو پورې په مختلفو پیسو یا کرنسیو راکړه ورکړه وکړي.

XS
SM
MD
LG