د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان په دويمه ټېسټ لوبه کې انګلستان ته ماتې ورکړه


پاکستاني لوبغاړي په ملتان کې له انګلستانه د لوبې تر ګټلو وروسته خوشحالي لمانځي.
پاکستاني لوبغاړي په ملتان کې له انګلستانه د لوبې تر ګټلو وروسته خوشحالي لمانځي.

د پاکستان کرکټ لوبډلې په دويمه ټېسټ لوبه کې انګلستان (انګلينډ) ته په ۱۵۲ منډو ماتې ورکړې ده.

د پاکستان په ملتان ښار کې د اکتوبر پر ۱۵مه پيل شوې د هغې پينځه ورځنۍ سيالۍ پر مهال لومړی بېټينګ (توپوهنه) پاکستان وکړ او په لومړۍ پاڼۍ کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۳۶۶ منډې وکړې.

په ځواب کې د انګلستان لوبډلې ۲۹۱ منډې وکړې او ټول لوبغاړي يې وسوځېدل.

په لومړۍ پاڼې کې د پاکستان توپوهونکي کامران غلام او بېن ډکېټ سليزې ووهلې.

په دويمه پاڼۍ کې پاکستان ۲۲۱ او انګلستان ۱۴۴ منډې وکړې او ټول لوبغاړي يې وسوځېدل.

د دويمې ټېسټ لوبې غوره لوبغاړی د پاکستان توپ اچوونکی ساجد خان شو. هغه په لومړۍ پاڼۍ کې د انګلستان اووه او په دويمه پاڼۍ کې دوه لوبغاړي وسوځول.

تر دې وړاندې، د انګلستان (انګلينډ) کرکټ لوبډلې پاکستان ته په لومړۍ ټېسټ سیالي کې په یوې پاڼۍ او ۴۷ منډو ماتې ورکړې وه.

انګلستان د پاکستان خلاف د لومړي ټېسټ يا پينځه ورځنۍ لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د ۸۲۳ منډو په کولو سره نوی ريکار ډ جوړ کړ.

انګلینډ لومړۍ لوبډله شوه چې د پاکستان پر وړاندې يې په ټېسټ لوبه کې دومره منډې وکړې.

انګلستان د هند د ۶۷۵ منډو هغه ریکارډ مات کړ چې ۲۰ کاله وړاندې يې د پاکستان خلاف جوړ کړی وو. د هند کرکټ لوبډلې په ۲۰۰۴ز کې په ملتان کې د پاکستان خلاف په ټېسټ لوبه کې د پينځو لوبغاړو په زيان ۶۷۵ منډې کړې وې.

د ټېسټ کرکټ په تاریخ کې دا څلورم ځل دی چې په یوه پاڼۍ (اننګز) کې له ۸۰۰ زیاتې منډې شوې دي.

د انګلستان کرکټ لوبډله دا وخت د پاکستان په سفر ده او تر دې وروسته به درېيمه او وروستۍ لوبه د اکتوبر پر ۲۴مه په راولپېنډۍ کې کوي.

XS
SM
MD
LG