د جرمني چانسلر اولاف شولڅ ترکيې ته د خپل هېواد د وروستیو زیاتو شویو دفاعي صادراتو په حق کې څرګندونې کړې دي.
نوموړي د اکتوبر پر ۱۹مه په استنبول کې د ترکيې له ولسمشر رجب طیب اردغان سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل، ترکيه د ناټو غړی هېواد دی نو ځکه پرېکړه کوي چې ورته به د دفاعي ساز و سامان لېږد جاري ساتي.
د جرمني خبري اژانس (ډي پي اې) وايي، شولڅ حتی ترکيې ته د جنګي جېټ الوتکو ورکولو له خبرې سره هم موافق وبرېښېد.
د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردغان د خبري غونډې پر مهال له جرمني سره پر یوه نېږدې دفاعي همکارۍ ټینګار وکړ.
ترکیه له جرمني غواړي چې د "یورو فایټر" په نوم جنګي الوتکې تر لاسه کړي، خو پخوا په دې اړه خبرې د سوریې (شام) په جګړه کې د ترکیې د رول له امله ځنډېدلې وې.
شولڅ په وروستیو کې په دې اړه د مذاکراتو د بیا پیل ملاتړ وکړ او و یې ویل چې ترکیه د ناټو غړی هېواد دی، نو ځکه برلېن د دفاعي صادراتو په اړه مثبت دریځ لري. دا په داسې حال کې ده چې دواړه مشران په منځني ختیځ کې د روانو کړکېچونو په اړه بېلابېل نظرونه لري.