د نړۍ د لوی اقتصاد لرونکو اووه هېوادونو ټولنې (جي - اووه) ایران ته خبرداری ورکړی چې په منځني ختیځ کې دې د حماس، حزب الله، حوثیانو او نورو "نادولتي عناصرو" ملاتړ پرېږدي.
د غزې حماس، د لبنان حزب الله ډله او د یمن حوثي یاغیان په منځني ختیځ کې د ایران لاسپوڅې ډلې ګڼل کېږي. امریکا او اروپايي ټولنه حماس ترهګره ډله بولي. دا راز حزب الله یوه وسلواله ډله او سیاسي ګوند دی چې د لبنان زیاتره جنوبي سیمې کنټرولوي او د هغه هېواد په پارلېمان کې څوکۍ لري. امریکا حزب الله یوه ترهګره ډله بولي، خو اروپايي ټولنې یې یوازې وسلواله څانګه په تور لېسټ کې اچولې ده.
جي - اووه ټولنې د اکتوبر پر ۱۹مه پر تهران غږ وکړ چې هغه کړنې بندې کړي چې د سیمې ثبات له خطر سره مخامخوي.
تهران لا د لوی اقتصاد لرونکو اووه هېوادونو ټولنې د خبرداري په غبرګون کې څه نه دي ویلي.
په عین حال کې امریکا پر داسې مهال په اسراییلو له بیروت سره نېږدې د عملیاتو کمولو ټینګار کړی چې په منځني ختیځ کې د پراخ جنګ د امکان په اړه اندېښنې په زیاتېدو دي.
بلخوا د امریکا د دفاع وزیر لایډ اسټن د اېټالیا په نېپلز کې د جي - اووه د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو تر غونډې وروسته وویل، واشنګټن غواړي چې اسراییل په بیروت او خواوشا سیمو کې حملې کمې کړي. نوموړي ویلي چې په هغو سیمو کې د ولسي خلکو مرګژوبله "ډېره زیاته" ده او امریکا غواړي چې اوس د خبرو اترو پر لوري پرمختګ وشي. اسټن زیاته کړه چې له دې سره به د لبنان او اسراییل ترمینځ د پولې دواړو خواوو ولسونو ته خپلو کورونو ته د ستنېدلو موقع برابره شي.