د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ښځو ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام پایلوبه نن د جنوبي افریقا او نیو زیلینډ ترمینځ کېږي


د نیو زیلینډ د ښځو کرکټ لوبډله د اکتوبر پر ۱۸مه له وېسټ انډیزه د نیمه پایلوبې تر ګټلو وروسته خوشالي کوي.
د نیو زیلینډ د ښځو کرکټ لوبډله د اکتوبر پر ۱۸مه له وېسټ انډیزه د نیمه پایلوبې تر ګټلو وروسته خوشالي کوي.

د ښځو ۲۰ اووره کرکټ د نړیوال جام سیالیو پایلوبه د نیو زیلېنډ او جنوبي افریقا د لوبډلو ترمینځ کېږي.

د اکتوبر پر ۲۰مه د متحده عربي اماراتو د دوبۍ په لوبغالي کې سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیلېږي. د نیو زیلینډ لوبډلې د اکتوبر پر ۱۸مه په نیمه پایلوبه کې وېسټ انډیز او جنوبي افریقا د اکتوبر پر ۱۷مه اسټرالیا ته ماتې ورکړه او پایلوبې ته ورسېدل.

تر دې دمه د جنوبي افریقا او نیو زیلینډ ښځینه ملي لوبډلو ۲۰ اووره نړیوال جام نه دی ګټلی. تر دې وړاندې د نیو زیلینډ ملي لوبډلې دوه ځلې د نړیوال جام پایلوبې بایللې دي، او سوېلي افریقا بیا تېر کال له اسټرالیا په پایلوبه کې ماتې وخوړه.

د ښځو ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام له ۲۰۰۹ز کال راهیسې کېږي. دا د ښځو د کرکټ لپاره د یو له مهمو نړیوالو سیالیو څخه ګڼل کېږي. دا جام د سړیو د ۲۰ اووره جام په څېر هر دوه یا درې کاله وروسته کېږي او د نړۍ غوره لوبډلې پکې برخه اخلي.

د کرکټ د ۲۰ اووره جام سیالۍ د اکتوبر له درېیمې راهیسې روانې دي.

XS
SM
MD
LG