د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د پوليسو د ۲۰۱۷ز کال په قانون کې د بدلونونو منظوري ورکړې ده.
د اکتوبر په ۲۱مه د شوي قانون سازۍ پر مهال حکومت او حکومت مخالفه ګوندونو په شريکه د بدلونونو په حق کې رايه ورکړه. د نويو بدلونونو له مخې د لوړپوړو پولیس افسرانو د تبادلو واک د خيبر پښتونخوا د پولیسو د مشر پر ځای اعلا وزير ته وسپارل شو.
بلخوا د پولیسو د احتساب، د ولسي شکایتونو اورېدلو او له پولیسو د ځواب غوښتلو لپاره د کمېشن جوړولو منظوري هم ورکړل شوه چې د حکومت، حکومت مخالفه ګوندونو او ولس استازي به يې غړي وي. تر دې وړاندې، د خیبر پښتونخوا کابینې د اکتوبر پر نهمه په دې قانون کې د بدلون منظوري ورکړې وه.
د خيبر پښتونخوا د اعلا وزير سلاکار امجد علي د اکتوبر پر نهمه مشال راډيو ته ویلي وو چې د ۲۰۱۷ز کال په قانون کې پولیسو زیات واک درلود چې "ناوړه ګټه" ورڅخه اخیستل کېده نو ځکه پکې بدلون کوي.
نوموړي زياته کړې وه چې د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ای) حکومت په ۲۰۱۷ز کال کې د هغو اختیاراتو له لارې د پولیسو د غير سیاسي کولو هڅه کړې وه خو چې په ۲۰۲۳ز کال کې یې په صوبه کې حکومت ختم شو، نو "د پولیسو هغه اختیارات د پي ټی ای پر ضد د سیاسي ګټو لپاره وکارول" شول.