د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلېنکن پر اسراییلو غږ کړی چې په غزه کې دې د اوربند لپاره کار وکړي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن د اکتوبر پر ۲۲مه تل ابیب ته ورسېد.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن د اکتوبر پر ۲۲مه تل ابیب ته ورسېد.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د تل ابیب او بیت المقدس د سفر پر مهال پر اسراییلو غږ کړی دی چې د اوربند لپاره دې لاس په کار شي.

اینتنې بلېنکن دا غوښتنه د اکتوبر پر ۲۲مه پر داسې مهال کړې چې په منځني ختیځ کې جګړه روانه ده او اسراییلو په لبنان کې د ودانیو په نخښه کولو ته دوام ورکړی دی.

بلېنکن د اسراییلو مشرانو ته ویلي دي چې تېره اوونۍ یې په حمله کې د حماس د مشر یحیا سنوار تر وژل کېدو وروسته دا موقع پیدا شوې چې موافقه وشي او د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه یرغمل شوي کسان خوشې شي. امریکا او اروپايي ټولنه حماس یوه ترهګره ډله بولي.

نوموړي د اسراییلو له وزیراعظم بنیامین نتنیاهو سره د لیدو پر مهال ټینګار وکړ چې د غزې تړانګې ته دې د لا نورو مرستو لېږدولو اجازه ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې بلېنکن د اسراییلو له دفاع وزیر یواف ګلانت سره د لیدو پر مهال ورته پیغام ورکړی دی چې د خوړو "د شدید بحران" ختمولو او د ژوند د بنیادي اړتیاوو پوره کولو لپاره باید کار وکړي.

واشنګټن تېره اونۍ خبرداری ورکړی وو چې که اسراییل سمدستي "جګړه ځپلې غزې" ته د بشري مرستو رسولو لپاره کار و نه کړي نو ښايي ورته پوځي مرستې بندې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې اسراییلو په غزه کې د خواوشا یو کلني عملیاتو وروسته جنګ لبنان ته هم غځولی دی او هلته یې د حزب الله پرضد خونړي هوايي او ځمکني بریدونه پیل کړي دي.

د اسراییلو پوځ د سېپټېمبر پر ۲۷ د حزب الله مشر حسن نصر الله په بیروت کې د یو لړ بریدونو پر مهال وژلی وو.

حزب الله د ايران ملاتړ لرونکی ګوند او وسلواله ډله ده چې د لبنان د جنوب ډېره برخه کنټرولوي او د هېواد په پارلېمان کې هم استازي لري. امریکا هغه ډله ترهګره بولي او اروپايي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه په تور لېسټ کې اچولې ده.

XS
SM
MD
LG