پولیس وايي، د پېښور د زریاب کالونۍ په یو کور کې یې درې جسدونه موندلي دي.
د فقیراباد تاڼې د پولیسو یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د اکتوبر پر ۲۳مه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې یو مړی د ۲۵ کلنې ښځې او دوه یې د بچیو دي.
پولیس وايي چې د هغې ښځې پلار عظمت الرحمان ورته ویلي دي چې زوم یې ورته په وټس ایپ پیغام واستاوه چې د متحده عربي اماراتو دوبۍ ته روان شوی دی نو هغه دې د خپلې لور او لمسیو خبر واخلي.
هغه پولیسو ته ویلي دي چې کله د لور کور ته ورغی نو ور یې له بهره قفل (تالا) وو. رحمان وايي، دروازه یې څو ځلې وټکوله خو چې چا خلاصه نه کړه نو قفل یې مات کړ او چې ورداخل شو نو د لور او لمسیو مړي یې ولیدل.
نوموړي ویلي چې د هغوی مړو په لیدو یې سمدستي پولیس خبر کړل.
ده په رپورټ کې، چې پولیسو یې نقل مشال راډیو ته هم استولی، د هغوی د وژنې دعوه پر خپل زوم کړې ده او ویلي یې دي چې هغه ورته زهر ورکړي دي.
پولیسو هم تایید کړې چې له لومړنیو پلټنو ښکاري چې درې واړه د زهرو خوړلو له وجې مړه شوي دي خو زیاتوي چې تر مړینې وروسته طبي معاینې (پوسټ مارټم) پر اساس به وروستۍ نتیجې ته ورسي.
تر اوسه د هغې ښځې او د دوو ماشومانو د وژلو لامل معلوم نه دی خو پولیس وايي چې مقدمه یې دایره کړې ده او پلټنې کوي.