د لاسرسي ځای

تازه خبر

د انګور اډې پرلتوال وايي حکومت یې مسلې نه هواروي


یو سړی د انګور اډې د وره مخې ته تېرېږي - پخوانی انځور.
یو سړی د انګور اډې د وره مخې ته تېرېږي - پخوانی انځور.

د کوز جنوبي وزيرستان انګور اډې پرلتوال وايي له یوې مودې راهیسې په احتجاج دي خو د دې باوجود چې حکومت او امنیتي ادارې ورسره ژمنې کوي، مسلې یې نه هوارېږي.

د انګور اډې پرلتوال د پاکستان له حکومته مطالبه لري چې له افغانستان سره دې د پخوا په شان ورته یوازې پر پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکرې د تګ راتګ اجازه ورکړي.

د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳ز کال په نومبر کې له افغانستان سره د تګ راتګ لپاره قانوني سفري اسناد لرل لازمي کړي ول. په انګور اډه کې ځايي ولس او کاروباريانو د ۲۰۲۳ز کال د نومبر له ۱۲ مې راهیسې پرلت وهلی دی.

دوی وايي چې پر هغه لاره د سفري اسنادو لازمي کېدل د پولې د دواړو خواوو سوداګرو، مزدورانو، ټرانسپورټرانو او ولسونو اقتصاد اغېزمنوي.

له دې پرته د انګور اډې اوسېدونکي په خپله سیمه کې د تعلیم، صحت او نورو اسانتیاوو او خدماتو غوښتنې هم لري.

د کوز جنوبي وزیرستان د انګور اډې د پرلتوالو یو مشر مولانا تسبیح الله د اکتوبر پر ۲۳مه مشال راډيو ته وویل، چارواکو ورته په بیا بیا په مذاکراتو کې ډاډ ورکړی چې ستونزې به یې حل کړي خو عملي اقدام نه کوي.

اخوا د کوز جنوبي وزيرستان انتظامي مشر یا ډېپټي کمېشنر محمد ناصر خان مشال راډيو ته وویل، هڅه کوي چې د انګور اډې پرلتوالو ستونزې هوارې کړي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG