د بې پولې خبریالانو سازمان (ار اېس اېف) د طالبانو له حکومته غوښتي دي چې خبریال مهدي انصاري دې خوشې کړي.
سازمان د اکتوبر پر۲۴مه په یو بیان کې ویلي چې د معلوماتو له مخې یې، ۲۷ کلن افغان خبریال مهدي انصاري له دوو اونیو راهیسې په کابل کې د طالبانو د استخباراتو په بند کې دی.
د بې پولې خبریالانو سازمان وايي چې طالبانو لا په رسمي ډول د انصاري د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.
په بیان کې راغلي دي چې نوموړی پر ټولنیزو شبکو د مطالبو د خپرولو په سر نیول شوی دی او دا چې "په پټه" د خبریال نیول د منلو وړ نه دي او هغه "باید ژر تر ژره خوشې" شي.
د راپورونو له مخې، مهدي انصاري روانه میاشت د کابل په دشت برچي کې نیول شوی وو. اراېس اېف له طالبانو غوښتي چې د خبریالانو ځورونې دې ودروي.
هغه سازمان دا هم ویلي دي چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته یې د استخباراتو عمومي ریاست پر خبریالانو فشار او د هغوی توقیفونه زیات کړي دي.
د طالبانو حکومت د ۲۰۲۴ز کال په جنورۍ کې درې خبریالان څو ورځې بندي کړي ول. طالبانو داراز، روانه میاشت یو نوی قانون نافذ کړ چې له مخې یې رسنۍ د ژویو انځورونه نه شي خپرولای.
د بې پولې خبریالانو سازمان په بیان کې زیاتوي چې په کندهار، تخار او بادغیس ولایتونو کې ټېلېوېژني چینلونه، راډیوګانې او نورې رسنۍ بندې شوې یا سانسور (سېنسر) شوې دي او د طالبانو حکومت په سېپټېمبر کې د سیاسي بحثونو د کنټرول لپاره ژوندۍ خپرونې، پر حکومت نیوکې او د خپرونو لپاره د مېلمنو ازاد انتخاب محدود کړی دی.
په ۲۰۲۴ز کال کې د رسنیو ازادۍ پر پیمانه د افغانستان مقام ۱۷۸م دی، چې په ۲۰۲۱ز کال کې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې ۵۶ ځایه ښکته شوی دی.