د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لبنان لپاره تر یو مېلیارد امریکايي ډالرو پورې نړیوالې مرستې ټولې شوې دي


د اکتوبر پر ۲۴مه په پاریس کې د لبنان له بې کوره شویو سره د مرستو په اړه غونډه کې د فرانسې ولسمشر او نور مشران ناست دي.
د اکتوبر پر ۲۴مه په پاریس کې د لبنان له بې کوره شویو سره د مرستو په اړه غونډه کې د فرانسې ولسمشر او نور مشران ناست دي.

د یو شمېر حکومتي او نړیوالو ادارو یوې ډلې په لبنان کې د بشري ناورین ختمولو لپاره تر یو مېلیارد (ارب) امریکايي ډالرو پورې مرستې ټولې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اېنتني بلېنکن د منځني ختیځ سفر ته دوام ورکړی. نوموړی وایي چې واشنګټن د غزې تړانګې د جګړې، چې تر ګاونډي لبنانه غځېدلی، د ختمولو لپاره پر بېلابېلو حللارو غور کولو ته تیار دی.

حزب الله د ايران ملاتړ لرونکی ګوند او وسلواله ډله ده چې د لبنان د جنوب ډېره برخه کنټرولوي او د هېواد په پارلېمان کې هم استازي لري. امریکا هغه ډله ترهګره بولي او اروپايي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه په تور لېسټ کې اچولې ده.

بلخوا د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د اکتوبر پر ۲۴مه په پاریس کې په شوي یو کنفرانس کې ۸۰۰ مېلیونه ډالره ټول شوي، چې به په لبنان کې د ایران د ملاتړ لرونکې ډلې حزب الله او اسراییل ترمینځ د جګړې له وجې له بې کوره شویو لکونو خلکو سره په مرستو لګوي.

په همدې حال کې ټاکل شوې چې د اکتوبر پر ۲۵مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې په روانو خبرو کې اسراییلي چارواکي هم ګډون وکړي. بلخوا په وروستیو ورځو کې قطري چارواکو په دوحه کې د حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، په سیاسي دفتر کې له چارواکو سره هم لیدلي دي.

په داسې حال کې چې بلېنکن د سیمې د سفر پر مهال د اوربند په موخه د بېلابېلو هېوادونو له چارواکو سره لیدلي، اسراییلیو ځواکونو په بیروت کې بریدونو ته دوام ورکړی دی. اخوا حزب الله هم پر اسراییلو د توغندیو حملې جاري ساتلې دي.

XS
SM
MD
LG