د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لبنان کې د اسراییلو په هوايي برید کې د رسنیو ۳ کارکوونکي وژل شوي دي


په لبنان کې د اسراییلو په برید کې د خبریالانو یو ګاډی هم زیانمن شوی دی - د اکتوبر ۲۵مې انځور.
په لبنان کې د اسراییلو په برید کې د خبریالانو یو ګاډی هم زیانمن شوی دی - د اکتوبر ۲۵مې انځور.

د لبنان دولتي اژانس خبر وايي چې د هېواد په جنوب کې د اسراییلو په هوايي برید کې د رسنیو درې کارکوونکي وژل شوي دي.

اسوشيېټېډ پرېس اژانس وايي چې برید د اکتوبر پر ۲۵مه سهار وختي شاوخوا درې بجې پر داسې مهال شوی دی چې د رسنیو کارکوونکي په مېلمستون کې ویده ول.

په بیروت کې المیادین ټېلېوېژن ویلي دي چې په وژل شویو کې یې دوه کارکوونکي وژل شوي دي. اخوا المنار ټېلېوېژن ویلي دي چې په حاصبیا سیمه کې په برید کې یې یو کیمره چلوونکي وژل شوی دی.

اژانس وايي چې دواړه ټېلېوېژنونه له حزب الله سره تړلي دي. حزب الله د ايران ملاتړ لرونکی ګوند او وسلواله ډله ده چې د لبنان د جنوب ډېره برخه کنټرولوي او د هېواد په پارلېمان کې هم استازي لري. امریکا هغه ډله ترهګره بولي او اروپايي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه په تور لېسټ کې اچولې ده.

اسوشيېټېډ پرېس اژانس وايي چې اسراییلیو ځواکونو تر هوايي حملې مخکې د سیمې خلکو ته خبرداری نه وو ورکړی.

د لبنان د اطلاعاتي چارو وزیر زیاد المکاري ویلي دي چې خبریالان هغه مهال وژل شوي دي چې د اسراییلو د "جرمونو" په اړه یې خبریالي کوله.

اسراییلیو ځواکونو لا د حملې په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG