د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسراییل وايي پر ایران یې بریدونه پیل کړي


د اکتوبر پر ۲۶مه پر تهران ښار د اسراییلو له بریدونو وروسته اخیستل شوی انځور،
د اکتوبر پر ۲۶مه پر تهران ښار د اسراییلو له بریدونو وروسته اخیستل شوی انځور،

د اسراییلو حکومت د اکتوبر په ۲۶مه خبر ورکړ چې سهار وختي یې په ایران کې پر اهدافو دقيق بريدونه پيل کړي دي.

د اسراييلو پوځ وايي دا د هغو بریدونو ځواب دی چې ایران د اکتوبر میاشتې په پیل کې پر اسراییلو ترسره کړي ول.

د اسراییلي پوځ ویاند دانیال هګاري د اکتوبر په ۲۶مه په يوه ويډيويي بيان کې وویل، د ايراني رژيم لخوا له مياشتو راهيسې د اسراييلي رياست پرضد د پرله پسې بريدونو په ځواب کې همدا اوس د اسراييلو دفاع ځواکونه په ايران کې پر پوځي اهدافو دقيق بريدونه ترسره کوي.

په بيان کې وړاندې راغلې: "په ايران کې رژيم او په سيمه کې يې لاسپوڅي په پرله پسې توګه پر اسراييلو د پروسږ کال د اکتوبر له اوومې راهيسې په مختلفو محاذونه بريدونه کوي. په دې کې د ايران له خاورې ترسره شوي نېغ په نېغه بريدونه هم شامل دي."

په بیان کې وړاندې راغلي، "اسراییل د نړۍ د بل هر خپلواک هېواد په څېر حق او مسولیت لري چې (دا ډول بردونو ته) ځواب ووايي."

دا اعلان له هغې وروسته مخې ته راغلی دی چې د اکتوبر د ۲۶مې نېټې پر سهار ایرانیو رسنیو خبر ورکړ چې د ایران د سر ښار تهران او ورڅېرمه کرج ښار کې د ځینو چاودنو راپورونه ورکړل شوي دي. په دغو رسنیو کې د ايران سرکاري تلویزون او د ايران د اسلامي انقلابي ګارډز سره تړلی فارس خبري اژانس هم شامل دي.

د راپورونو له مخې د اسراييلو په بريدونو کې د انرژۍ زېرمې يا اټومي تنصيبات نه دي په نښه شوي. ځينو رسنيو د ايران پر شيراز ښار د بريدونو د دوهمې لړۍ د پېلدو راپور هم ورکړی دی خو د ايران سرکاري تلویزون ویلي دي چې پر یاد ښار بریدونه نه دي ترسره شوي او دم ګړۍ ته اسراییلو یې هم په اړه څه نه دي ویلي.

پر ایران سربېره شام هم ویلي، چې اسرايیلي ځواکونو پر ځايي وخت د شپې ۲ بجې د دغه هېواد سویلي او مرکزي سیمو کې پر څو پوځي اډو بریدونه کړي دي. د شام دولتي خبري اژانس سانا لیکلي، دفاعي سیسټمونو څو توغندي شنډ کړي، او دا چې چارواکي د زیانونو په ارزونه بوخت دي.

تر دې وړاندې په داسې حال کې چې د اسراییلو او حزب الله ترمینځ د جګړې د پیلېدو میاشت پوره شوې، د لبنان دولتي رسنۍ وايي چې اسراییلو د اکتوبر پر ۲۳مه ناوخته په بیروت کې د حزب الله پر جنوبي پیاوړي مرکز د هوايي بریدونو لړۍ پیل کړې وه. حزب الله د ايران ملاتړ لرونکی ګوند او وسلواله ډله ده چې د لبنان د جنوب ډېره برخه کنټرولوي او د هېواد په پارلېمان کې هم استازي لري. امریکا هغه ډله ترهګره بولي او اروپايي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه په تور لېسټ کې اچولې ده.

اسراییلو په غزه کې د خواوشا یو کلني عملیاتو وروسته جنګ لبنان ته غځولی دی او هلته یې د حزب الله پرضد خونړیو هوايي او ځمکنيو بریدونو ته دوام ورکړی دی. په همدې حال کې حزب الله هم پر اسراییلو د توغندیو حملې جاري ساتلې دي.

XS
SM
MD
LG