د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین افغانستان ته په لېږدونکو توکو ټېکس ختم کړی دی


چین د پاکستان او نورو لارو په مټ له افغانستان سره تجارت کوي ـ پخوانی انځور.
چین د پاکستان او نورو لارو په مټ له افغانستان سره تجارت کوي ـ پخوانی انځور.

د چین د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې له راتلونکې ډېسېمبر میاشتې څخه به دا هېواد د افغانستان له صادراتو څخه تعرفه یا ټېکس نه اخلي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند، لین ژیان د اکتوبر پر ۲۵مه، په بیجینګ کې په یوه خبري غونډه کې د افغانستان او اسلامي نړۍ د یو شمېر نورو هېوادونو لپاره د خپل حکومت د پلان جزییات روښانه کړل.

هغه څرګنده کړه چې دا پرېکړه به د دواړو خواوو په ګټه وي. په عین حال کې د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر دفتر د افغانستان، چین او تاجکستان ترمینځ د تاجکستان له لارې له چین سره د یو نوي تجارتي دهلیز د جوړېدو خبر ورکړی دی. دفتر د اکتوبر پر ۲۵مه، پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې ویلي دي چې د درې واړو هېوادونو استازي به په نژدې راتلونکي کې په دې اړه د بحث لپاره په درې اړخیزه غونډه کې برخه واخلي.

چینایي مالونه افغانستان ته په څو مهمو لارو ورځي چې لومړی د واخان دهلیز یوه مستقیمه لاره ده چې چین او افغانستان سره نښلوي، که څه هم د سختو جغرافیایي شرایطو له کبله دا لاره ډېره نه کارول کېږي. دویمه مهمه لاره د پاکستان ده، چې له کراچۍ بندر او بیا د تورخم او سپین بولدک بندرونو له لارې چینایي توکي افغانستان ته لېږدل کېږي. دریمه لار د تاجکستان ده چې افغانستان ته د شمال له خوا چینایي مالونه د هغې لارې هم واردېږي. څلورم، د ایران له لارې چې په ځانګړي ډول د بندر عباس او چابهار له لارې چینایي توکي افغانستان ته رسېږي.

XS
SM
MD
LG