د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان د سري لنکا په وړاندې د اسیا جام پایلوبه کوي


د افغانستان د ځوانانو لوبډلې لوبغاړي د سیالۍ په مهال ـ پخوانی انځور.
د افغانستان د ځوانانو لوبډلې لوبغاړي د سیالۍ په مهال ـ پخوانی انځور.

د افغانستان د کرکټ د ابدالیانو لوبډله سبا (د اکتوبر پر ۲۷مه) د عمان په کوربتوب له سري لنکا سره پایلوبه کوي. دا د اسیا جام د ځوانانو د کرکټ سیالیو وروستۍ سیالي ده.

افغانستان د اکتوبر پر ۲۵مه، په نیمه پایلوبه کې د هند په وړاندې په ۲۰ منډو بریا خپله کړه. افغانستان د دې سیالیو په لومړي پړاو کې هم ښه کارکردګي ښودلې وه او سري لنکا او بنګلا دېش ټیمونو ته یې ماتې ورکړې وه.

په نیمه پایلوبه کې افغان ابدالیانو لومړی بېټنګ وکړ او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د څلورو لوبغاړو په زیان هند ته د ۲۰۶ منډو هدف وټاکه. د هند الف لوبډلې د هدف په تعقیب کې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې ۱۸۶ منډې جوړې کړې او اووه لوبغاړي یې له لاسه ورکړل.

دا لومړی ځل دی چې افغان ابدالیان د اسیا د ایمرجینګ جام پایلوبې ته رسېږي او د جام پایلوبه به د اکتوبر په ۲۷مه د سري لنکا د الف او ابدالیانو لوبډلو ترمینځ وشي.

XS
SM
MD
LG