د لاسرسي ځای

تازه خبر

وسلوالو په ایران کې ۱۰ پولیس سرتېري وژلي دي


په ایران کې د پولیسو د ګزمې څانګې سرتېري د یوې غونډې پر مهال - پخوانی انځور.
په ایران کې د پولیسو د ګزمې څانګې سرتېري د یوې غونډې پر مهال - پخوانی انځور.

د ایران د کورنیو چارو وزارت وايي چې د هغه هېواد په جنوب ختیځ کې د پولیسو پر ګزمې په برید کې ۱۰ سرتېري وژل شوي دي.

دا برید د سیستان - بلوچستان ولایت په ګوهر کوه سیمه کې شوی، چې له پلازمېنې تهران څخه ۱،۲۰۰ کېلومیټره لیرې په سوېل ختیځ کې پروت دی.

د هغې حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

د ایران په اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک (سپاه پاسداران) پورې تړلی تسنیم خبري اژانس د پولیسو پر هغو دوو ګزمو د برید خبر ورکړی دی.

د ایران دولتي خبري اژانس اېرنا ویلي چې د کورنیو چارو وزیر سکندر مومني د پېښې د پلټنو امر کړی دی.

په سیستان - بلوچستان کې په وروستیو میاشتو کې پر امنیتي ځواکونو خونړۍ حملې کېږي. په تېرو وختونو کې د ځینو بریدونو ذمه واري بلوڅ بېلتونپالې ډلې جیش العدل منلې چې باور کېږي له ګاونډي هېواد پاکستانه فعالیت کوي.

XS
SM
MD
LG