د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روسیې پوځ د اوکراین په ختیځ کې د پرمختګ ادعا کړی


اوکرایني سرتېري د اکتوبر پر ۲۷مه په خېرسون کې د روسیو ځواکونو پر لیکو بمباري کوي.
اوکرایني سرتېري د اکتوبر پر ۲۷مه په خېرسون کې د روسیو ځواکونو پر لیکو بمباري کوي.

د روسیې پوځ دعوه کړې چې د اوکراین په ختیځ کې یې پرمختګ کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په کییف کې چارواکو ویلي چې د کرېملېن ځواکونو د اکتوبر پر ۲۷مه د خېرسون په سیمه کې خپلو "بې‌ رحمانه بریدونو" ته دوام ورکړی چې پکې یې لږ تر لږه دوه ملکي وګړي وژلي دي.

بلخوا، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین یو ځل بیا ګواښ کړی چې که د کییف غربي متحدین اوکراین ته د اوږد واټن ویشتونکو وسلو کارولو اجازه ورکړي نو کرېملېن به یې "ځواب" ورکړي.

پوتین د اکتوبر پر ۲۷مه پر دولتي ټېلېوېژن په څرګندونو کې وویل، "دا لا وختي ده چې ووایو، خو البته زموږ پوځي څانګه په دې اړه فکر کوي او بېلا بېل غبرګونونه به وړاندې کړي."

د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي پر لویدیځو همکارانو فشار راوړی چې اجازه ورکړي چې د اوکراین پر ښارونو د بریدونو لپاره د کارول شویو ځایونو په نخښه کولو لپاره په روسیه کې دننه له اوږد واټن ویشتونکو توغندیو څخه کار واخلي.

خو د اوکراین غربي متحدان تر دې دمه له سرحدي سیمو څخه بهر دې ډول کاروایانو ته د اجازې په ورکولو کې زړه نا زړه دي، ځکه چې هغوی وېره لري چې له دې د یوې داسې پراخې جګړې پیدا کېدو خطر دی چې پکې به ښايي روسي او ناټو ځواکونه ښکېل شي.

XS
SM
MD
LG