د لاسرسي ځای

تازه خبر

وسلوالو په کورمه کې ۲ سرتېري وژلي دي


د امنیتي سرتېرو ګاډي په کورمه کې له یو سړکه تېرېږي - پخوانی انځور.
د امنیتي سرتېرو ګاډي په کورمه کې له یو سړکه تېرېږي - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا په کورمه کې په وسلوال بريد کې دوه سرتېري وژل شوي دي.

په کوزه کورمه کې د پوليسو يو چارواکي، چې له رسنیو سره يې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډيو ته وويل چې وسلوالو د اکتوبر پر ۲۷مه د څرخېل (چارخېل هم بلل کېږي) له کرم خان کټايي سره نېږدې د ملېشې ځواک پر سرتېرو برید وکړ.

چارواکي وایي، بریدګر د پېښې له ځای څخه تښتېدلي دي او د لټون لپاره يې عملیات پیل شوي دي.

پر سرتېرو د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.

په کورمه کې وخت په وخت پر امنیتي سرتېرو حملې او د وسلوالو او امنیتي سرتېرو ترمینځ نښتې کېږي چې پکې دواړو خواوو ته مرګژوبله اوړي.

د کورمې په ګډون د خیبر پښتونخوا په یوشمېر برخو کې له دوو کلونو راهیسې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي چې خلک یې زښت اندېښمن کړي دي.

د سیمې اوسېدونکو د مظاهرو، لاریونونو او پرلتونو له لارې له حکومته د امنیت د ټینګښت او د باج اخیستنې او هدفي وژنو د مخنیوي غوښتنه کړېده.

د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د "ترهګرۍ ختمولو ته ژمن" دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی. ای اېس پي ار وايي چې پوځ او قانون پلي کوونکې ادارې د استخباراتي معلوماتو پر اساس هره ورځ اوسطاً ۱۳۰ کاروایۍ کوي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG