د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي اعلان کړی چې هېواد يې د حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، او اسراييلو ترمینځ د دوه ورځني اوربند وړاندیز کړی او په هغه موده کې به په غزه کې یرغمل شوي څلور کسان خوشې شي.
اسراييلو او حماس په سمدستي توګه په دې اړه څه نه دي ويلي. دا په داسې حال کې ده چې تمه وه چې پر اوربند تازه خبرې اترې په قطر کې وشي.
السیسي د اکتوبر پر ۲۷مه په قاهره کې وويل چې په وړاندیزونو کې د ځینو فلسطينیو بندیانو خوشې کول او غزې ته د بشري مرستو لېږد هم شامل دي. نوموړي زیاته کړه چې که دوه ورځنۍ اوربند عملي شو نو بیا به د دايمي ډزبندۍ لپاره خبرې اترې دوام ولري.
حماس د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراییل برید وکړ چې پکې یې خواوشا ۱،۲۰۰ اسراييليان ووژل او ۲۴۰ کسان یې یرغمل کړل. وروسته یوشمېر یرغمل کسان د یو جوړجاړي له لارې خوشې شول. اسراییلو د حماس د برید په غبرګون کې په غزې تړانګه کې سختې پوځي کاروايۍ ته دوام ورکړی دی او جګړه یې لبنان ته غځولې ده.
په عین وخت کې د لبنان روغتیا وزارت ویلي چې اسراییلو د اکتوبر پر ۲۸مه پر جنوبي ښار صور حمله کړې چې پکې یې لږ تر لږه پینځه کسان وژلي او ۱۰ یې ټپیان کړي دي. صور د لبنان ساحلي ښار دی چې د خپلې لرغونتیا له کبله د ملګرو ملتونو د فرهنګي، ساینسي او تعلیمي چارو ادارې (یونېسکو) د فرهنګي میراثونو په نوملړ کې شامل دی.
اسراییلو تېره میاشت په لبنان کې د حزب الله ډلې پر مهمو مرکزونو خپلې هوايي حملې زیاتې کړې. حزب الله د ايران ملاتړ لرونکی ګوند او وسلواله ډله ده چې د لبنان د جنوب ډېره برخه کنټرولوي او د هېواد په پارلېمان کې هم استازي لري. امریکا هغه ډله ترهګره بولي او اروپايي ټولنې یې یوازې پر پوځي څانګې بندیز لګولی دی.