چارواکي وایي، د بلوچستان په پنجګور سيمه کې ناپېژندليو وسلوالو پینځه کسان وژلي او یو یې ژوبل کړی دی.
ځایي خلک وایي، برید د اکتوبر پر ۲۸مه شپې مهال د ایران پولې ته څېرمه په بروم سیمه کې شوی چيرې چې پر سړک او د اوبو پر بند کارکوونکي مزدوران استوګن ول.
د سیمې خبریالان وایي چې ناپېژندل شوي وسلوال لومړې هلته ورغلي او بیا يې د مزدورانو پر ساتونکو ډزې کړې دي.
هغوی زياتوي چې په وژل شويو ساتونکو کې درې د پنجګور یو د سيند صوبې او یو د خيبر پښتونخوا صوبې اوسېدونکی دی.
وسلوالو په هغه سيمه کې د کار ماشینونه هم سوځولي او بيا پر خپلو موټر سايکلونو د پېښې له ځایه تښتېدلي دي.
امنیتي ځواکونو تر دې پېښې وروسته په سیمه کې د لټون عمليات پيل کړې دي.
بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسلوالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) د دې بريد ذمه واري منلې ده. دې ډلې د اکتوبر پر ۲۹مه رسنيو ته په لېږدول شوي بيان کې ادعا کړې ده چې وژل شوي کسان د "وژونکي ډلې" غړي ول.
بلوڅ بېلتونپال وژونکې ډلې يا ډېت سکواډ د هغو ډلو لپاره کاروي چې د حکومت يا امنيتي ادارو ملاتړ ورسره وي.
بلوچستان له اوږدې مودې راهیسې د بېلابېلو لاملونو له امله له ناکراریو او ناامنيو سره مخامخ دی چې پکې په ځانګړې توګه د بلوڅ بېلتونپالو ډلو او پاکستانيو امنیتي ځواکونو ترمینځ شخړې او د تاوتریخوالي پېښې رامينځته کېږي.
د اکتوبر پر ۱۱مه د هغې صوبې په پښتون مېشته سیمه دوکۍ کې وسلوالو د کویلې د کان ۲۰مزدوران ووژل او اووه یې ژوبل کړل.
په بلوچستان کې د ناامنۍ ضد خلکو وخت په وخت احتجاجونه، جرګې او لاریونونه کړي دي.
حکومت او پوځي چارواکي وایي چې په سیمه کې امنیت ته ژمن دي او د دې لپاره هدفي عملیات کوي.