ایراني چارواکي وايي چې د کډوالو د اېستلو د پراخ پلان په لړ کې یې ۸۵۰،۰۰۰ غیر قانوني افغان کډوال له هغه هېواده ایستلي دي.
د ایران حکومت پرېکړه کړې چې د روان ۲۰۲۴ز کال تر پایه پورې به دوه مېلیونه غیر قانوني کډوال وباسي.
د دې هېواد د پولیسو عمومي قومندان احمد رضا رادان د اکتوبر پر ۲۸مه تسنیم خبري اژانس ته وویل، هڅه کوي چې بې اسناده بهرنیان په ایران کې کار او استوګنه ونه کړي.
بلخوا د ايران کرمان چارواکو ویلي چې په دې ولایت کې یې ۳۷،۰۰۰ بې اسناده افغان کډوال نیولي او افغانستان ته یې لېږدولي دي. د کرمان د پولیسو قوماندان جنرال ناصر فرشید د اکتوبر پر ۲۸مه په یوه غونډه کې ټینګار وکړ چې خلک او سوداګر باید همکاري وکړي او غیر قانوني بهرنیان په کار ونه ګوماري.
د ملګرو ملتونو د مهاجرت سازمان د اکتوبر پر درېيمه په يو راپور کې ويلي ول چې په وروستیو کې په ایران کې پر افغان کډوالو فشار زیات شوی دی او وخت په وخت پر ټولنیزو شبکو له هغوی سره د ناوړه چلند ویډیوګانې خپرېږي.
یوشمېر افغانانو تېره میاشت هېواد ته په ستنېدو فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي ول چې ایراني چارواکي ورباندې تشدد کوي او هغه کسان هم باسي چې په ایران کې د اوسېدو قانوني اسناد لري.
خو ایراني ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي ول چې افغانان "په ډېر عزت" هېواد ته لېږدوي. د ایران د پوليسو عمومي قومندان احمد رضا رادان تېره میاشت ویلي ول چې د ۲۰۲۵ز کال د مارچ تر پایه به دوه مېلیونه بې اسناده افغانان له هېواده وباسي.