د لاسرسي ځای

تازه خبر

بدخشان کې د سرو زرو مينځلو يوې کارخونې نړېدو په پېښه کې ۳ کسان مړه شوي


د افغانستان په بدحشان ولايت کې ځايي خلک د سرو زرو د ترلاسه کولو په پروسه بوخت دي ـ انځور له ارشيفه
د افغانستان په بدحشان ولايت کې ځايي خلک د سرو زرو د ترلاسه کولو په پروسه بوخت دي ـ انځور له ارشيفه

د افغانستان په بدخشان ولايت کې د سروزرو د مینځلو د یوې کارخونې د نړېدو په پېښه کې درې کارکوونکي مړه شوي دي.

په بدخشان کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند احسان‌ الله کامګار ویلي، دغه پېښه د اکتوبر پر ۲۹مه د ارغنجواه ولسوالۍ په تاقرچه سیمه کې شوې ده.

د هغه په خبره، دا پېښه هغه مهال وشوه چې پر دغو کارکوونکو د کار پر مهال ناڅاپه کارخونه ونړېده.

د درې واړو کارکوونکو مړي د طالبانو امنیتي کسانو د نړېدلې کارخونې له خاورو راايستلي او د هغوی کورنیو ته يې سپارلي دي.

په بدخشان ولایت کې له‌‌ دې مخکې هم دا ډول ډېرې پېښې تکرار شوي او یو مهم لامل یې دا ښوول شوی چې د سیمې اوسېدونکي په غیرقانوني او غیرمعیاري ډول کانونه سپړي.

XS
SM
MD
LG