امريکا د اکتوبر پر ۳۰مه پر نېږدې ۴۰۰ هغو ادارو او اشخاصو بندیزونه ولګول چې د واشنګټن په وینا، روسیې ته يې د اوکراين د بشپړ يرغل لپاره پرمختللې ټيکنالوژي ورکړې ده.
دا بندیزونه او محدوديتونه د امريکې مالیې، بهرنيو چارو او سوداګرۍ وزارتونو په يو وخت خپرو کړيو خبرپاڼو کې اعلان کړي دي. د مالیې وزارت ترمخه، تر بندیزونو لاندې راغلي له نيمايي څخه زیات اشخاص او ادارې په هند، چين، سويټزرلېنډ او ترکیې کې دي.
وروسته تر هغې چې د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر ۲۴مه روسيې پر اوکراین له ځمکې، هوا او اوبو له لاريو پراخ یرغل پیل کړ، امریکا او ګڼو اروپايي هېوادونو د روسيې ترڅنګ پر يوشمېر اشخاصو او ادارو بندیزونه ولګول.
د روسيې او اوکراین ترمینځ جګړه لاهم دوام لري چې پکې په زرګونو سرتېري او ولسي وګړي وژل شوي دي.