د خيبرپښتونخوا د ډېره اسماعيل خان د بيړنيو خدماتو څانګې چارواکي وايي چې په سليمان غره (کوه سلیمان) د لګېدلي اور د قابو کولو هڅې کوي.
د دې ضلعي د بيړنيو خدمتونو د څانګې چارواکي انجينير فصيح الله د اکتوبر په ۳۱مه په يوه خبر پاڼه کې وېلي چې خيبر پښتونخوا سره پر سرحد پروت د بلوچستان په حدودو کې پر ځنګله لګېدلی اور د خیبر پښتونخوا په برخه کې ۹۰ فيصده قابو کړل شوی دی.
خبرپاڼه زياتوي چې د نومبر پر لومړۍ نېټه به د ډېره اسماعيل خان ضلعي بيړنيو څانګې چارواکي انجينير فصيح الله په مشرۍ ټيم هم د اور وژنې په عملياتو کې برخه واخلي.
تر دې مخکې چارواکو ويلي وو چې د اکتوبر ۳۰مې نېټې په شپه د خيبرپښتونخوا د کوه سلېمان (سلیمان غر) په ځنګل کې اور ولګېد چې وروسته د بلوچستان د شېراني ځنګلونو ته ورسېد. لا هم معلومه نه ده چې د اور لګېدو ولې لګېدلی دی او څومره ځمکه باندې ولاړ ځنګلونو ته يې تاوان رسولی دی؟ خو د يادونې وړ ده چې په ۲۰۲۲م کال کې هم د بلوچستان په شيراني ضلع کې د کسې غرونو په ځنګلونو کې د اور لګېدو له کبله د ځنغوزو او زيتونو زرګونه ونې سوځېدلې وې او درې کسان وژل شوي ول.