د پښتو ژبې نومیالی ولسي شاعر صابر احمد صابر د ۷۸ کلونو په عمر په کراچۍ کې مړ شوی دی.
د صابر ملګري او شاعران وايي چې نوموړی له څو کلونو راهیسې ناروغه وو چې د اکتوبر پر ۳۱مه ومړ او د نومبر پر لومړۍ نېټه د خيبر پښتونخوا د سوات په بريکوټ کې په خپله پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شو.
صابر په ۱۹۴۶ز کال کې په سوات کې زېږېدلی وو خو په ځوانۍ کې په کار پسې کراچۍ ته ولاړ او هم هلته پاتې شو.
صابر استاد خوږ غږ لرلو او ځینې سندرې یې هم ریکارډ کړې وې. هغه په ۲۰۱۲ز کال کې مشال راډیو ته په مرکه کې ویلي ول چې شاوخوا ۴۰ کیسټې یې کړې دي.
د صابر استاد شاعري مشهورو سندرغاړو هم ویلې او "په غریبۍ چې مې شرمېږې بیا نه راځمه ـ خیر دی چې ته پرې خفه کېږې بیا نه راځمه" غزل یې ډېر شهرت موندلی وو.
فرزانې، وږمې، سردار یوسفزي او ځینو نورو سندرغاړو د هغه شعرونه زمزمه کړي دي.
د صابر ملګري او قانونپوه منان باچا مشال راډیو ته وویل چې نوموړي له ۱۹۷۰ز لسیزې راهیسې د کارګرانو او مزدورانو په غورځنګ کې فعاله ونډه درلوده. د صابر دوه شعري ټولګې خپرې شوې وې او د یو ولسي، مقاومتي او انقلابي شاعر په توګه پېژندل کېده.