په هسپانیا کې د ویجاړونکو سېلابونو له امله د مړو شمېر ۲۰۵ ته پورته شوی دی.
رویټرز خبري اژانس د نومبر پر لومړۍ په یو راپور کې لیکلي چې سېلابونو د سپېن ختیځه سیمه والنسیا زیاته ځپلې ده او سلګونه سرتېري په توپاني بارانونو کې د ورکو کسانو لټون کوي. چارواکي وايي، ښايي د مړو شمېر نور هم لوړ شي.
دا د هسپانیې په عصري تاریخ کې د سېلاب اړوند تر ټولو ناوړه ناورین دی. دا مهال په سیمه کې له ۷۵,۰۰۰ څخه ډېر کورونه برېښنا نه لري او سړکونه تړلي پراته دي.
د چارواکو په وینا، د اکتوبر له ۲۹مې راهیسې روان بارانونه د هسپانیې له ختیځو سیمو، جنوبي سیمو ته وغځېدل او په اندلس او خواوشا سیمو کې یې لوی تاوانونه واړول.
ساینس پوهان وايي چې د اقلیمي بدلون له کبله بارانونه بې ترتیبه شوي دي چې په نتیجه کې یې دا ډول ناورینونه پېښېږي.
د روان کال په سېپټېمبرکې د مرکزي او ختیځې اروپا هېوادونه لکه چک جمهوریت، پولېنډ، اتریش او رومانیا د سختو بارانونو او سېلابونو شاهدان ول. په چک جمهوریت کې، په تېرو درو لسیزو کې تر ټولو خطرناک سېلابونه راغلل چې سلګونه کلي یې لاندې او ګڼ شمېر خلک یې بې کوره کړل.
په پولېنډ کې هم سېلابونو د خلکو ژوند اغېزمن کړ او په اتریش کې د ژغورنې ټیم یو غړی د مرستې په ترڅ کې مړ شو. په رومانیا کې د سېلابونو له امله څلور کسان وژل شوي ول او ګڼ شمېر سیمې اوبو لاندې کړي ول.
تر دې وړاندې په اروپا کې په رومانیا په ۱۹۷۰ز کال کې د سېلابونو له امله ۲۰۹ کسان وژل شوي ول.