د لاسرسي ځای

تازه خبر

زېلېنسکي له نړيوالو د جګړې لپاره د روسیې د تازه ګومارنو په وړاندې د اقدام غوښتنه کړې


د اوکراین ولسمشر وولادیمیر زېلېنسکي ـ پخوانی انځور.
د اوکراین ولسمشر وولادیمیر زېلېنسکي ـ پخوانی انځور.

د اوکراین ولسمشر وولادیمیر زېلېنسکي د نومبر په لومړۍ نېټه پر خپلو ملګرو (د کییف اتحادیانو) نیوکه وکړه چې د روسیې له خوا د شمالي کوریا د عسکرو د ځای پر ځای کولو په ځواب کې یې هېڅ اقدام نه دی کړی.

زېلېنسکي د نومبر پر لومړی پر ټیلي ګرام کې په یوه بیان کې وویل چې اوکراین پوهېږي چې روسیه په خپله خاوره کې د شمالي کوریا عسکر چیرته ځای پر ځای کوي او که چیرې په کییف محدودیتونه نه وای، نو ممکنه به وه چې له مخکې برید وکړي.

امریکا د اکتوبر په ۳۱مه ویلي، دا معلومات لري چې د شمالي کوریا شاوخوا ۸۰۰۰ عسکر اوس د اوکراین پولې ته نږدې د روسیې په کرسک سیمه کې موجود دي او روسیه "بشپړه اراده لري" چې هغوی د اوکرایني ځواکونو پر ضد جګړې ته وګماري. تر دې وړاندې د ناټو مشر مارک روتی ویلي ول چې شمالي کوریايي سرتېري په روسیه کې اوکراینۍ پولې ته نېږدې ځای پر ځای شوي دي.

زېلېنسکي په خپل بیان کې شکایت وکړ چې پر ځای د دې چې اوکراین ته اجازه ورکړل شي چې د امریکا لخوا ورکړل شوي اوږد واټنه وسلې د روسیې دننه د پوځي اهدافو په نښه کولو لپاره وکاروي، امریکا او متحدین یې یوازې تماشه کوي.

نوموړي وویل: "هرڅوک یوازې د دې په انتظار دي چې د شمالي کوریا پوځ د اوکراینیانو پر ضد برید پیل کړي." هغه زیاته کړه چې ټول هغه هېوادونه چې غواړي جګړه پراخه نه شي او د نړۍ نورو سیمو ته خپره نشي "باید عملي اقدام وکړي."

XS
SM
MD
LG