د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیې او اوکراین پر یو بل د ډرون الوتکو حملې کړې دي


پر کییف د روسیې تر ډرون حملې وروسته له لګېدلي ځایه لوګي خېژي - د نومبر درېیمې انځور.
پر کییف د روسیې تر ډرون حملې وروسته له لګېدلي ځایه لوګي خېژي - د نومبر درېیمې انځور.

چارواکي وايي، روسیې او اوکراین پر یو بل د بې پیلوټه الوتکو حملې کړې دي.

د دوی په خبره، د نومبر پر درېیمه تر نیمې شپې وروسته پر پلازمېنه کییف د روسیې په ډرون حملو کې ودانیو او د برېښنا مزیو ته زیان رسېدلی دی.

اخوا د روسیې د دفاع وزارت ویلي دي چې اوکراین یې د هېواد په جنوب کې د اهدافو پر لوري شاوخوا ۲۰ ډرون الوتکې ولېږدولې چې د وزارت په ادعا، ټولې یې په فضا کې شنډې کړې.

د نومبر درېیمې ډرون حملې پر داسې مهال شوې دي چې روسیو ځواکونو د جګړې په ډګر کې خپل پرمختګونه چټک کړي دي او په ختیځ دونباس سیمه کې یې د اوکراین ستړي او له روسیو ځواکونو په تعداد کې خورا کم دفاعي پوځیان شا تګ ته اړ کړي دي.

چارواکي وايي چې په کییف او شاوخوا سیمو کې شپې ناوخته په وقفو، وقفو د هوايي حملو خبرداري کېدل خو زیاتوي چې په حملو کې مرګژوبله نه ده شوې.

روسیو چارواکو هم په اوکراینیو ډرون بریدونو کې د کوم زیان راپور نه دی ورکړی.

XS
SM
MD
LG