د لاسرسي ځای

تازه خبر

ايران په يوه مياشت کې ۱۳ افغانان اعدام کړي دي


په تهران کې د اعدامولو رسۍ - انځور له ارشیفه
په تهران کې د اعدامولو رسۍ - انځور له ارشیفه

د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي، په تېره اکتوبر میاشت د ۱۳ افغانانو په ګډون ۱۶۶ کسان په هغه هېواد کې په دار ځړول شوي دي.

هغه سازمان د نومبر پر درېيمه، په روان ۲۰۰۲۴ کال کې په ایران کې ۴۹ افغانان اعدام شوي دي. دا شمېره د تېر کال نږدې دوه چنده او د ۲۰۲۲ کال د اعدامونو درې برابره ده.

په ایران کې یوې مېشتې افغان کډوالې د خپل نوم نه خپرولو په شرط ازادي راډيو ته ويلي‌ چې ورور یې دوه اوونۍ مخکې د اصفهان په زندان کې اعدام شو. هغې زیاته کړه د خپل ۳۳ کلن ورور د اعدام د حکم د اړولو لپاره یې ډېرې هڅې وکړې خو نتیجه یې ورنه کړه.

نوموړې وويل: "زما د ورور جرم د مخدره موادو ساتل وو. نيږدې څلور کاله او اوه میاشتې زنداني وو. له افغانانو سره ډېر بد چلند کوي. څو ځل محکمو (عدالتونو) ته ولاړم. د افغانستان سفارت هېڅ یوه کوم کار ونه کړ. لیکونه یې راسره شته."

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت تیره ورځ د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي ټيلوېژون ته وویل چې دوی تر څلور زره زیات افغان بندیان راانتقال کړي او هڅه کوي چې نور بندیان هم له ډیپلوماتیکو لارو ورستانه کړي.

د طالبانو د حکومت د شمېرو له مخې، په ایران کې له ۵۰۰۰ تر ۶۰۰۰ پورې افغانان په بېلابېلو تورونو بندیان دي.

XS
SM
MD
LG