د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ايران بهرنيوو چارو وزیر نن پاکستان ته ځي


د ايران بهرنيوو چارو وزیر عباس عزاقچي
د ايران بهرنيوو چارو وزیر عباس عزاقچي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اکتوبر پر څلورمه یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ايران بهرنيوو چارو وزیر سید عباس ارقچي په دوه ورځني سفر نن اسلام اباد ته ورسېږي.

د خبرپاڼې ترمخه ارقچي به د دې سفر پر مهال له وزیراعظم شهباز شرف او د بهرنیو چارو وزیر سینیټر اسحاق ډار سره لیده کاته کوي. د خبرپاڼې ترمخه، په دې ملاقاتونه کې به د دواړو هېوادونو چارواکي د خپلمنځيو اړیکو د بهترولو تر څنګ د منځني ختیځ د صورتحال په اړه سلا مشورې کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه زیاتوي چې د دې سفر په ترڅ کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارت، توانايۍ او امنیت پشمول په بېلا بېلو برخو کې د همکارۍ زیاتولو خبرې اترې نور پرمختګ هم وکړي.

XS
SM
MD
LG