د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي او جنوبي وزیرستان کې په وسلوالو بریدونو کې درې کسان وژل شوي او درې ژوبل دي


تر دې مخکې هم پر پوليسو وسلوالو بريدونه کړي دي. پخوانی انځور
تر دې مخکې هم پر پوليسو وسلوالو بريدونه کړي دي. پخوانی انځور

په شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان کې په دوو جلا جلا بريدونو کې وسلوالو يو پولیس او دوه ولسي وګړي وژلي او د ماړي د تېلو او ګیسو د کمپنۍ درې کارکوونکي يې ژوبل کړي دي.

په لومړۍ پيښه کې د کوز جنوبي وزیرستان په اعظم ورسک سیمه کې وسلوالو يو پولیس او دوه ولسي وګړي وژلي دي.

د واڼه پوليسو يو مشر (ډي اېس پي) امين وزير نن (نومبر څلورمه) مشال راډيو ته وويل چې تېره شپه ۱۱ بجې د اعظم ورسک په دژه غونډۍ سیمه کې ناپېژندليو وسلوالو يو ګاډی پر راکټ وويشت چې په نتيجه کې يې د پوليسو يو سرتېری او دوه نور عام کسان ووژل شول.

تر اوسه د دې بريد ذمه واري چا نه ده منلې. بلخوا پوليسو ويلي چې پلټنې یې پيل کړي او هڅه کوي چې بریدګر ونیسي. خو ځايي فعالانو پر امنيتي ځواکونو او حکومت نیوکې کړي چې د امنيت په ټينګولو کې پاتې راغلي دي.

بلخوا د نومبر پر څلورمه وسلوالو په شمالي وزیرستان کې د ماړي د تېلو او ګېسو درې کارکوونکي په بريد کې ژوبل کړي دي.

د میرلي پولیس تاڼې يو چارواکي او ځايي خلکو په وینا، د نومبر څلورمې ماښام مهال ناپېژندليو وسلوالو د ماړي پېټرولیيم کمپنۍ پر کارکوونکو بريد وکړ او درې کاريګر يې ژوبل کړل. پولیس وايي، ژوبل کسان يې روغتون ته رسولي دي. د دې بريد ذمه واري تر اوسه چا نه ده منلې او وسلوال هم تر بريد وروسته تښتېدلي دي.

پر یادې کمپنۍ تر دې وړاندې هم دا ډول بریدونه شوي چې پکې کمپنۍ ته مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي. تر دې وړاندې، د نومبر پر دويمه، ناپېژندليو وسلوالو د ماړي پېټرولییم کمپني لېمېټېډ (اېم پي سي اېل) د سروې ډلې څلور ګاډي تښتولې وې خو د هغوی ډرېوران يې خوشې کړي ول.

XS
SM
MD
LG