د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه وايي سږ کال په افغانستان کې د کوکنارو کښت ۱۹ سلنه زيات شوی دی


د افغامستان په کندهار ولايت کې د کوکنارو فصل ـ د ۲۰۲۲ز کال انځور
د افغامستان په کندهار ولايت کې د کوکنارو فصل ـ د ۲۰۲۲ز کال انځور

د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر په خپله تازه سروې کې ويلي دي چې په افغانستان کې په روان ۲۰۲۴ز کال کې د کوکنارو کښت د تېر کال پرتله شاوخوا ۱۹ سلنه زيات شوی دی.

هغې ادارې د نومبر پر شپږمه پر خپله ووبپاڼه په بيان کې د سروې تفصيلات ورکړي دي چې له مخې يې په ۲۰۲۴ز کال کې په افغانستان کې پر ۱۲،۸۰۰ هېکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي دي.

دا اضافه په ۲۰۲۳ز کال کې د کوکنارو په کښت کې تر ۹۵ سلنې کمښت وروسته په داسې حال کې شوې چې د طالبانو حکومت د کوکنارو پر کښت بندیز ولګاوه او د افغانستان په ګڼو سيمو کې یې فصل له مينځه يووړ.

په ۲۰۲۴ز کال کې د کوکنارو په کښت کې پر زیاتوالي سربېره، دا د ۲۰۲۲ز کال پرتله ډېر ټیټ دی،ځکه چې هغه کال پر شاوخوا ۲۳۲،۰۰۰هېکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي ول.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت لا د کوکنارو د کښت زياتېدو په اړه د ملګرو ملتونو د هغې ادارې سروې ته غبرګون نه دی ښوولی.

د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې د دفتر اجراییوي مشرې غادة فتحي والي په بيان کې ويلي دي چې هڅه کوي چې له افغان بزګرانو سره مرسته وکړي.

د سروې موندنې ښيي چې د کوکنارو د کرلو جغرافیایي مرکز هم د هېواد په جنوب لویدیزو ولايتونو کې دی.

XS
SM
MD
LG