د اسوشيېټېډ پرېس اژانس او سي اېن اېن ټېلېوېژن په ګډون ګڼو امریکايي رسنیو خبر ورکړی دی چې ډانلډ ټرمپ د ولسمشرۍ څوکۍ ګټلو لپاره د اېلېکټورل کالج اړینو ۲۷۰ رایو په ترلاسه کولو خپلې مخالفې نوماندې کاملا هیرېس ته ماتې ورکړې ده.
دا تر هغې څو ساعته وروسته وه چې پخواني ولسمشر او د رېپبلېکن ګوند نوماند ډانلډ ټرمپ د نومبر پینځمې ولسمشرۍ په انتخاباتو کې خپله بریا اعلان کړه.
د اټکلونو له مخې، ټرمپ په حیرانوونکي ډول د هېواد په بېلابېلو ایالتونو کې په بریا ترلاسه کولو د انتخاباتي کالج ۲۹۵ رایې وګټلې او د هېواد د ۴۷م ولسمشر منتخب شوی دی.
د هغه ډېموکراټې سیالې او مرستیالې ولسمشرۍ کاملا هیرېس تر اوسه ۲۲۶ انتخاباتي رایې ترلاسه کړې دي.
ډانلډ ټرمپ د نومبر پر شپږمه سهار وختي د فلورېډا ایالت په پام بیچ کې خپلو پلويانو ته په وينا کې وويل: "زه به تر هغو ارام و نه کړم چې موږ هغه پیاوړې، خوندي او سوکاله امریکا جوړه نه کړو چې زموږ ماشومان او تاسې يې مستحق یاست."
خو د هیرېس انتخاباتي ډلې ویلي دي چې هغه به د ټولو رایو تر شمېرلو پورې انتظار کوي او ښايي د نومبر پر شپږمه د ورځې په اوږدو کې ولس ته وینا وکړي.
غبرګونونه
د پاکستان د وزیراعظم شهباز شریف په ګډون د نړۍ د ګڼو هېوادونو مشرانو ټرمپ ته په انتخاباتو کې پر بریا مبارکي ویلې ده.
شریف پر اېکس، پخواني ټوېټر، په بیان کې لیکلي دي چې له ټرمپ او د هغه له راتلونکي حکومت سره ګډ کار او اسلام اباد او واشنګټن اړیکو پیاوړي کولو ته سترګې پر لاره دی.
د هند وزیراعظم نرېندرا مودي، اسرايیلو وزیراعظم بنیامین نتنیاهو، د هنګري لومړي وزیر وېکټور اوربان، د برېتانیا وزیراعظم کایر سټامر، د اېټالیې وزیراعظمې جورجیا مېلوني، د چېک جمهوریت لومړي وزیر پیتر فیالا او د ناټو عمومي منشي مارک روتی د انتخاباتو د رسمي پایلو تر اعلان مخکې ټرمپ ته مبارکي ورکړه.
د دې تر څنګ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم پر اېکس پاڼه په بیان کې ټرمپ ته مبارکي ویلې ده.
د ډانلډ ټرمپ لنډه پېژندنه
ډانلډ ټرمپ په ۱۹۴۶ز کال کې د نیو یارک په یوه بډایه کورنۍ کې وزېږېد، پلار یې فرېډ ټرمپ نومېده او د هغه په پینځو اولادونو کې څلورم دی.
د ټرمپ پلار په نیو یارک کې د املاکو او جایدادونو یو کاروباري وو چې خپل زوی ته یې مېلیونونه ډالره پور ورکړ چې خپل لوی کاروبار ورباندې پیل کړي.
ټرمپ په تنکۍ ځوانۍ کې د نیو یارک پوځي اکاډمۍ کې شامل شو او په ۱۹۶۸ز کال کې له وارټن سوداګریز ښوونځي فارغ شو.
نوموړي په ۱۹۷۷ز کال کې د هغه وخت د چېکوسلواکیا له یوې اوسېدونکې ایوانا زېلنېچکووا سره واده وکړ او له هغې سره یې درې بچي پیدا شول. ټرمپ وروسته له هغې جلا شو، بیا یې په ۱۹۹۳ز کال کې له ماډلې مارلا مېپلز سره واده وکړ، خو په ۱۹۹۹ز کې یې له یو بله طلاق واخیست او یوه لور یې پاتې شوه.
ډانلډ ټرمپ بیا په ۲۰۰۵ز کال کې د سلوېنیا له یوې ماډلې مېلانیا کناوس سره واده وکړ او له هغې یو زوی لري.
مېلانیا په ۲۰۱۶ز کال کې په ولسمشریزو ټاکنو کې د ټرمپ تر بریا وروسته څلور کاله د امریکا لومړۍ مېرمنه وه او اوس به بیا د هغه هېواد لومړۍ مېرمنه کېږي.
ټرمپ څنګه تر بیا ولسمشرۍ ورسېد؟
ډانلډ ټرمپ چې د غچ اخیستنې په فکر د ولسمشرۍ څوکۍ سیالۍ ته ودانګل نو یو ځل بیا بریالی شو.
ده د نومبر د پینځمې نېټې په ټاکنو کې له بریا سره خپل د جمهوري غوښتونکو یا رېپبلېکن ګوند له پاشلو وژغوره او پر هغو قانوني قضیو غالبه شو چې د ۲۰۱۷ز او ۲۰۲۱ز کال ترمینځ د هغه د واک په لومړۍ دورې پورې تړلې دي.
۷۸ کلن ټرمپ د امریکا تر ټولو زیات عمر لرونکی سیاستوال دی چې د ولسمشرۍ ټاکنې یې وګټلې. تر دې وړاندې جو بایډن په ۲۰۲۰ز کال په ۷۷ کلنۍ ټاکنې ګټلې وې.
ټاکل شوې چې نوموړی د ۲۰۲۵ز کال د جنورۍ پر ۲۰مه نېټه د امریکا د ۴۷م ولسمشر په توګه لوړه وکړي. هغه تر دې مخکې د هېواد ۴۵م ولسمشر هم پاتې شوی دی.
ټرمپ د امریکا په تاریخ کې دویم ولسمشر دی چې، له یوې څلور کلنې وقفې وروسته یې بیا ټاکنې وګټلې.
تر دې ۱۳۰ کاله وړاندې ګروور کلیفلینډ (Grover Cleveland) چې د امریکا ۲۲م او ۲۴م ولسمشر وو، همداسې تر یوې څلور کلنې وقفې وروسته د ولسمشرۍ دویم پړاو بشپړ کړ.
د ټرمپ پر وړاندې قانوني قضیې
ټرمپ د امریکا لومړنی ولسمشر وو چې د خپلې لومړنۍ دورې پر مهال دوه ځلې استیضاح یا مواخذه شو او داراز لومړنی ولسمشر وو چې په یو جرم محکوم شو.
دی به په داسې وخت کې د ولسمشرۍ دویمه دوره پیل کړي چې پر وړاندې یې دوه جنايي قضیې ځنډېدلې دي.
یوه دوسیه په ۲۰۲۰ز کال د هغې ادعا په اړه ده چې ویل کېږي، ټرمپ هڅه کوله جو بایډن ته د واک د سوله ییز انتقال بهیر ګډوډ کړي او بله دوسیه یې په جارجیا ایالت کې د ۲۰۲۰ز کال په ټاکنو کې د لاسوهنې په اړه ده.
د هغه پرضد درېیمه قانوني قضیه، چې په جولای کې رد شوه، په ناقانونه توګه د محرمو اسنادو د ساتلو په اړه وه.
د ټرمپ ګڼ پلویان او مینوال له هغه سره پر دې خبره یوه خوله ول چې د بایډن پر وړاندې یې د ۲۰۲۰ز کال په ټاکنو کې ناکامي نه منله.
د ټرمپ پلویانو د نوموړي د هغه دریځ ننګه هم کړې چې د خپلو سیاسي مخالفانو پر ضد یې پاروونکې څرګندونې کړې وې او د ځان پر وړاندې قضیې یې دسیسه او بې اساسه بللې دي.
د کډوالو پر وړاندې د ټرمپ توند دریځ
د امریکايي رایه ورکوونکو د نظرپوښتنو له مخې، ټرمپ د بې اسناده کډوالۍ پر وړاندې د توند دریځ او داراز د خوراکي موادو او د کورونو د لوړو بیو او کرایو له کبله د امریکایانو لپاره خورا باوري نوماند وو.
ټرمپ د انتخاباتي کیمپېن پر مهال خپل ځان "د امریکا د اصلاح" لپاره یو غوره نوماند باله او ادعا یې کوله چې امریکا "ناقانونه کډوالو نیولې" ده.
د ۲۰۱۶ز کال په ټاکنو کې د هغه یو شعاردا وو چې له "امریکا به یو ځل بیا یو عظیم هېواد جوړوي."
د ټرمپ هغو ژمنو هم هغه مهال ډېر پلویان پیدا کړي ول چې ویلي یې ول چې ښه سوداګریز تړونونه به کوي او د نړۍ پر سطح د امریکا د درناوي او وقار زیاتولو لپاره به پوځي بودیجه زیاته کړي.
د ټرمپ کورنۍ او بهرنۍ تګلاره
پوښتنه دا ده چې د ډانلډ ټرمپ د راتلونکي حکومت تګلاره به څه وي او پر مهال یې د کومو بدلونونو امکان دی؟
د دې ځواب په دې پوره اړه لري چې دا پوښتنه له چا کېږي. د ټرمپ ملاتړي باور لري چې هغه به امریکا په کورني او بهرني ډول یو ځل بیا پیاوړې کړي خو مخالفان یې وايي چې د هغه په واکمنۍ د هېواد ولسواکي کمزورې کېږي.
د هېواد دننه عدلیه یو داسې میدان دی چې تمه کېږي ټرمپ به پکې بدلون راولي ځکه چې د هغه پرضد د ۲۰۲۰ز کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې تر ماتې وروسته په ټاکنو کې د مداخلې او په سوله ییز ډول د واک د لېږد مخنیوي د هڅو په ګډون پرضد یې یوشمېر قضیې روانې دي.
شنونکي وايي چې امریکا چې په نړۍ کې په کوم ډول له خپل نفوذه کار اخلي، نو د ټرمپ په راتګ په هغې کې هم د بدلون امکان دی.
د ډانلډ ټرمپ د لومړنۍ واکمنۍ یوه جنجالي معامله له طالبانو سره د سولې هغه هوکړه وه چې له مخې یې له افغانستانه د ټولو امریکايي پوځیانو د ایستلو مهالوېش وټاکل شو.
د ټرمپ مخالفانو هغه هوکړه واک ته د طالبانو د رسېدو پيلامه وبلله، خو خپله ډانلډ ټرمپ بیا ولسمشر جو بایډن او د هغه مرستیاله کاملا هیرېس تورن کړل چې وضعیت یې سم مدیریت نه کړ.
ټرمپ دا هم وویل چې د هغو دواړو د ناسم مدیریت له وجې روسیې په ۲۰۲۲ز کال کې پر اوکراین یرغل وکړ.
نوموړي پر داسې مهال ولسمشریز انتخابات ګټلي چې امریکا له اقتصادي ستونزو سره مخامخ ده او هلته د بې اسناده کډوالو او د حمل اسقاط پر موضوع هم د ټولنې نظر وېشل شوي دی.
له دې پرته په اوکراین کې جګړه درېیم کال ته داخله شوې او په منځني ختیځ کې اسراییلو په غزې تړانګه او لبنان کې عملیاتو ته دوام ورکړی دی. د منځني ختیځ وضعیت له کبله د اسراییلو او ایران ترمینځ ترینګلتیا هم خورا زیاته ده.
ټرمپ د خپل انتخاباتي کیمپېن پر مهال ټینګار وکړ چې کولای شي "په ۲۴ ساعتونو کې" په اوکراین کې د روسیې جګړه پای ته ورسوي.
نوموړي داراز پر اسراییلو، چې په منځني ختیځ کې د ایران له ملاتړه د برخمنو وسلوالو پر وړاندې پر محاذونو په جګړه کې ښکېل دی، غږ کړی دی چې "کار پای ته ورسوي."
په بوسټن کالج کې د سیاسي علومو استاد پیټر سکېري ویلي چې تمه لري چې ټرمپ به د مسکو او کییف ترمینځ پر "یو ډول جوړجاړي ټینګار" وکړي او د دې دا معنا ده چې "اوکراین ته به ځینې رعایتونه" ورکوي.
د ده په اند، دا لا روښانه نه ده چې ټرمپ به د اسراییلو په اړه څه وکړي خو د هغه هېواد "خورا ملاتړی" به وي او هڅه به کوي چې د عربو او اسراییلو ترمینځ د اړیکو عادي کولو لپاره د ابراهام موافقو په نوم تړونونه بیا ژوندي کړي.
اسراییلو هغه دوه اړخیزه موافقې په ۲۰۲۰ز کال کې له متحده عربي اماراتو، بحرین او سودان او بیا وروسته له مراکش (المغرب) سره لاسلیک کړې وې. امریکا د هغو هېوادونو ترمینځ د اړیکو عادي کولو لپاره په خبرو کې د مینځګړي رول لوبولی وو.
جنوبي اسیا او په ځانګړي ډول افغانستان او پاکستان هم د امریکا د بهرنیو چارو د تګلارې مهمه برخه ده.
په امریکا کې سیاسي بدلون د نړۍ د نورو برخو په څېر پر پاکستان هم اغېز لرلای شي.
همدا لامل دی چې د وزیراعظم شهباز شریف په ګډون د حکومت مخالف پاکستان تحریک انصاف سیاستوالانو او پلویانو هم ټرمپ ته په بریا مبارکي ویلې.
د تحریک انصاف پلویانو له ټرمپ سره د خپل زنداني رهبر او پخواني وزیراعظم عمران خان د خوشې کولو هیلې تړلې دي.
د هغه ګوند یوې مخکښې سیاستوالې او د قامي اسمبلۍ غړې شاندانې ګلزار ویلي دي چې ټرمپ او خان دوستانه اړیکې لري، خو زیاته یې کړه چې "د پاکستان ولس" به عمران خان خوشې کوي.
چین، چې ټرمپ ورسره د خپلې لومړۍ واکمنۍ پر مهال سوداګریزې شخړې پیل کړې، ډېره وړتیا لري. خو ټرمپ ژمنه کړې چې که بیجنګ په "تایوان ورشي" نو په چین کې په جوړو شویو شیانو به ټیکسونه ولګوي.
نوموړي البته مخکې ویلي ول چې که بیجنګ احتمالاً د تایوان مخه ډب کړي، نو له چینايي ولسمشر شي جېنپېنګ سره یې د تعلق له وجې به امریکا د پوځي ځواک کارولو ته اړ نه شي.
ټرمپ د خپلې لومړۍ څلور کلنې واکمنۍ پر مهال د ناټو پر غړو فشار راوړی وو چې په هغه پوځي اېتلاف کې دې د خپلو دفاعي بودیجو له مخې خپله ونډه واچوي. دا هغه هدف دی چې تر ډېره اوس پوره شوی دی.
نوموړي په خپله واکمنۍ کې واشنګټن د ملګرو ملتونو د تعلیم، ساینس او فرهنګي چارو له سازمان یونېسکو څخه وایست.
ټرمپ داراز امریکا له روسیې سره د منځني واټن ویشتونکو اټومي وسلو، د نړۍ له ځواکمنو هېوادونو سره د ایران له اټومي او داراز، د اقلیم بدلون د اثراتو کمولو او مخنیوي په اړه د پاریس له موافقو وایسته.
نوموړي داراز د کورونا وایرس جهاني وبا ته د غبرګون پر سر د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) ته پیسې هم ودرولې.
د بایډن حکومت په هغو موافقو او یونېسکو کې د خپل هېواد د بیا شاملولو هڅې کولې خو اوس داسې ښکاري چې د ټرمپ په واکمنۍ کې په هغه برخه کې نور بدلونونه وشي.
سکېري وايي چې ټرمپ به مسلو ته توجه ورکړي او دا به د حیرانتیا خبره نه وي چې که هغه په ځینو نړیوالو سازمانونو او ادارو کې د واشنګټن د رول محدودولو په برخه کې د "تېر په څېر عمل" وکړي.
په امریکا کې د چارو یو بل شنونکی کیت ناټن هم وايي چې ټرمپ "به وغواړي چې یوازې" پر مخ "ولاړ شي" خو زیاتوي چې احتمال نه شته چې کانګرس به یې په دې کار کې ملګری شي او وخت په وخت به یې د مخې نیولو هڅه کوي.