د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هند د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي له اميرخان متقي سره ليدلي


اميرخان متقي او جې پي سينګ د نومبر پر اوومه په کابل کې ملاقات وکړ.
اميرخان متقي او جې پي سينګ د نومبر پر اوومه په کابل کې ملاقات وکړ.

د افغانستان لپاره د هند د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي جې پي سینګ په کابل کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره پر سیاسي او اقتصادي اړیکو خبرې کړې دي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستيال ویاند حافظ ضيا احمد د نومبر پر اوومه پر خپل اېکس (پخواني ټوېټر) ليکلي چې متقي له سينګ څخه وغوښتل چې افغانانو، په ځانګړې توګه سوداګرو ته د ویزې په ورکړه کې اسانتیاوې رامينځته کړي.

د نوموړي په وينا، په ځواب کې سينګ ژمنه وکړه چې افغانانو ته به د هند د ویزو په برخه کې اسانتیاوې زیاتې کړي.

د هند ځانګړي استازي وویل چې هېواد يې له افغانانو سره يې د بشري مرستو ترڅنګ پراختیایي مرستې هم پیل کړې دي او له اړوندو افغان ارګانونو سره په تخنیکي خبرو بوخت دي.

نوموړي زياته کړه چې په نېږدې راتلونکې کې به د چابهار بندر په اړه د سیمې د هېوادونو، افغانستان او هند د تخنیکي پلاوو ترمينځ خبرې اترې وشي.

جې پي سینګ تر دې وړاندې، د نومبر پر شپږمه د طالبانو د حکومت د دفاع له وزیر محمد یعقوب مجاهد سره هم ليدلي ول او دوه اړخيزو اړيکو پر پراختيا يې خبرې کړې وې.

د ۲۰۲۱ز کال په اګست مياشت کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته هند په کابل کې خپل سفارت بند کړ، خو له افغانستان سره یې د تېرو څه باندې درېیو کلونو په ترڅ کې په بشري برخه کې مرستو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG