د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر د نومبر پر شپږمه په رياض کې د سعودي عربستان له وليعهد او وزيراعظم محمد بن سلمان سره ليدلي او د دوه اړخيزو اړيکو تر څنګ يې پر امنيتي چارو خبرې ورسره کړې دي.
د پاکستان پوځ د عامه اړیکو ادارې (ای اېس پي ار) د نومبر پر شپږمه په يو خپور کړي بيان ويلي دي چې د پوځ مشر دا مهال د سعودي عربستان په سرکاري سفر دی او په ریاض کې یې د سعودي ولیعهد تر څنګ د هغه هېواد د دفاع له وزیر خالد بن سلمان سره هم ملاقات کړی دی.
بيان زیاتوي چې جنرال منير له محمد بن سلمان سره په لیدنه کې د دوه اړخيزو اړیکو د لا پیاوړي کولو په ګډون پر سیمه يیز امنیت، دفاع او امنیتي همکارۍ خبرې وکړې.
تر دې وړاندې، د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف تېره اونۍ د سعودي عربستان د دوه ورځني سفر پر مهال له ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان سره د دوه اړخيزو اړیکو او اقتصاد په ګډون پر مختلفو چارو خبرې کړې وې.
دا تر هغه وروسته ده چې د سعودي عربستان د پانگونې وزیر خالد بن عبدالعزیز الفالح په مشرۍ د سعودي یو لوړ پوړی پلاوی د اکتوبر پر ۱۰مه په اسلام اباد کې د پاکستان له حکومت سره د ۲.۲ اربه ډالرو په ارزښت د ۲۷ مختلفو پروژو په اړه د همکارۍ تفاهم ليکونه لاسلیک کړل.
په هغو تفاهم ليکونو کې د کرنې، ټېکنالوژۍ، تعلیم، معدنیاتو او پېټرولیم په یو شمېر نورو برخو کې د همکارۍ پروژې شاملې دي.