د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: کېچ کې پر کورونو "د امنيتي ځواکونو د قبضې" خلاف پرلت روان دی


په بلوچستان کې د بلوڅانو د پيوستون کمېټۍ تر انتظام لاندې د بې درکه کسانو خپلوان احتجاج کوي ـ پخوانی انځور
په بلوچستان کې د بلوڅانو د پيوستون کمېټۍ تر انتظام لاندې د بې درکه کسانو خپلوان احتجاج کوي ـ پخوانی انځور

د بلوڅانو د پيوستون کمېټۍ (بلوچ يکجهتي کمېټي) غړيو او د بلوچستان د کېچ ضلعې اوسېدونکو په هلته د احتجاج پر مهال غوښتنه کړې ده چې امنيتي ځواکونه دې د دوی "قبضه شوي" کورونه خوشې کړي.

د پرلتوالو يو مشر ګلزار دوست بلوچ د نومبر پر اوومه په کېچ کې د يوې خبري غونډې پر مهال تور پورې کړ چې د پاکستان سرحدي ځواکونو (اېف سي) د مند په مهير کلي کې د ولسي وګړو په کورونو کې مورچې جوړې کړې دي او د ډرون کېمرو له لارې د خلکو د کورونو څارنه کوي.

هغه زیاته کړه چې له یوې اونۍ راهیسې يې پرلت پيل کړی دی خو حکومت یې غوښتنې نه اوري نو ځکه اوس خپل احتجاج مکران ته غځوي.

تر اوسه د بلوچستان حکومت او امنيتي ادارو په دې اړه څه نه دي ويلي. خو تېره مياشت د هغې صوبې اعلا وزير سرفراز بګټي په کېچ او ځينو نورو سیمو کې د وسلوالو تر بریدونو وروسته په يو بیان کې ويلي ول چې هلته به د امنيتي ځواکونو شتون زیاتوي.

XS
SM
MD
LG