د پاکستان کرکټ لوبډلې په خپله دویمه یو ورځنۍ سیالۍ کې اسټرالیا ته په نهو ویکټو ماتې ورکړه. دا لوبه د اسټرالیا په اډیلیډ ښار کې وشوه.
د اسټرالیا ټوله لوبډله په لومړي اننګز کې په ۳۵ اوورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۳ منډې جوړې کړې. په ځواب کې پاکستان هدف په ۲۶ اعشاریه درې اورونو کې د یو لوبغاړي په سوځېدو پوره کړ.
د دواړو هېوادونو ترمینځ د نومبر پر څلورمه په میلبورن کې شوې لومړۍ سیالۍ کې اسټرالیا پاکستان ته په دوو ویکټو ماتې ورکړې وه.
ټاکل شوې چې د دواړو لوبډلو ترمنځ به درېیمه ۵۰ اووره سیالي د نومبر پر ۱۰مه د اسټرالیا په پرت ښار کې وشي. تر هغه وروسته به د نومبر پر ۱۴مه، ۱۶مه او ۱۸مه د دواړو لوبډلو ترمینځ ۲۰ اووریزې سیالۍ کېږي.
بل پلو، د افغانستان او بنګلا دیش د کرکټ ملي لوبډلو ترمینځ د درېیو یو ورځنیو یا ۵۰ اووره سیالیو لړۍ دویمه سیالي د نومبر پر نهمه او وروستۍ یې د نومبر پر ۱۱مه د شارجې په لوبغالي کې کېږي. د نومبر پر شپږمه ترسره شوې لومړۍ سیالۍ کې افغانستان بنګلا دیش ته په ۹۲ منډو ماتې ورکړې وه.